ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخلیې پروګرام کې جاپان ته تللي لسګونه افغانان د اقتصادي ستونزو له امله بېرته هېواد ته ستانه شوي

د تخلیې پروګرام کې جاپان ته تللي لسګونه افغانان د اقتصادي ستونزو له امله بېرته هېواد ته ستانه شوي

author avatar
16 Sep 2022 - 02:36
د تخلیې پروګرام کې جاپان ته تللي لسګونه افغانان د اقتصادي ستونزو له امله بېرته هېواد ته ستانه شوي
author avatar
16 Sep 2022 - 02:36

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۱): د راپورونو له مخې، له ۱۶۹ افغانانو چې د تخلیې پروګرام کې جاپان ته تللي وو، ډېری یې د اقتصادي ستونزو له امله بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.

د جاپان (کیوډو) رسنۍ خبر  ورکړی چې دغه ۱۶۹ کسان هغه افغانان او کورنیو غړي یې دي چې ډېرو یې په کابل کې د جاپان په سفارت کې دندې لرلې.

د یادې رسنۍ د معلوماتو له مخې، له یادو کسانو  ۹۸ يې جاپان د کډوالۍ اسناد ورکړي، خو ۵۸ نور له امنیتي ګواښونو سره سره بېرته افغانستان ته  او اووه نور کسان بریتانیا او امریکا ته تللي دي.

د یادې رسنۍ په راپور کې راغلي، که څه هم جاپان د کډوالو منلو سخته تګلاره لري، خو بیا یې هم ۹۸ افغانانو ته دا دریځ ورکړی دی.

سرچینې زیاته کړې، تېر کال په افغانستان کې د حکومت له سقوط وروسته چې نړۍوال ځواکونه هم له افغانستانه ووتل، د نورو هېوادونو ترڅنګ جاپان هم یو شمېر افغانان د تخلیې پروګرام کې و ایستل او خپل هېواد ته یې ولېږدول.

جاپان ته تللو یو شمېر افغانانو یادې رسنۍ ته ویلي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له دوی سره د اسنادو په ترلاسه کولو او اقتصادي برخه کې همکاري نه کوي؛ ځکه دوی اړ دي چې بېرته ستانه شي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، تېر کال تر ډسیمبر میاشت پورې دوی ته د بهرنیو چارو وزارت له خوا د سفارت معاشونه ورکړل شول، خو  وروسته یې ورته وویل چې قراردادونه یې پای ته رسېدلي دي.

د کیوډو په راپور کې راغلي، ځینو افغانانو ورته ویلي چې د جاپان د بهرنیو چارو وزارت مامورین یې کورونو ته ورغلي او ورته یې ویلي چې دلته ژوند سخت دی تاسو بېرته ستانه شئ.

ځینو افغانانو دا هم ویلي چې دوی په جاپانۍ ژبه نه پوهېږي او زده کول یې هم سخت دي، ځکه ورته د کار زمینه هم نه برابرېږي.

د (هیلو ورک) په نوم یوې ټولنې یادې رسنۍ ته ویلي چې یواځې یو سلنه افغانان هلته د کار موندلو چانس لري.

بلخوا د جاپان د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې دا خبره رد کړې چې ګواکې یو شمېر افغانان په زور خپل هېواد ته ستنول کېږي.

د وزارت یادې سرچینې کیوډو رسنۍ ته ویلي چې تر یوه کاله پورې یې د دغو افغانانو مرسته کړې، خو دا چې دوی نور د سفارت کارکوونکي نه دي، نو ټول عمر یې معاشونه نه شي ورکولی.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې یو شمېر افغانان د شخصي ملحوظاتو له امله بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د یادونې ده، تېر کال په افغانستان کې د نظام له سقوط وروسته د تخلیې په پروګرام کې شاوخوا ۱۲۵ زره کسان وایستل شول چې ډېر یې امریکا، جرمني، کاناډا او بریتانیا ته وړل شوي دي.

[/restrict]

Views: 847

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.