ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان بانک سبا ۱۱ میلیون امریکایي ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک سبا ۱۱ میلیون امریکایي ډالر لیلاموي

author avatar
17 Sep 2022 - 13:44
د افغانستان بانک سبا ۱۱ میلیون امریکایي ډالر لیلاموي
author avatar
17 Sep 2022 - 13:44

کابل (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۱): د افغانستان مرکزي بانک سبا د وږي په ۲۷مه، ۱۱ میلیون امریکايي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.

دغه بانک په خپله رسمي ټویټر پاڼه لیکلي: «د افغانستان بانک غواړي د ۱۴۴۴ کال د صفرالمظفر میاشتې په ۲۱ نېټه (۱۴۰۱/۰۶/۲۷) د یکشنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې ۱۱ میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په ډول وپلوري.»

یاد بانک له ټولو سوداګریزو بانکونو، صرافیو او د پولي خدمتونو له شرکتونو - چې پر شرایطو برابر وي - غوښتنه کوي څو په دې دواطلبي کې برخه واخلي.

دغه بانک لیکلي، د دواطلبۍ ګټونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه تصفیه کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.