ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

احمدولي ‌هوتک د خپل اذربایجاني سیال پر وړاندې له بري وروسته هېواد ته راستون شو

احمدولي ‌هوتک د خپل اذربایجاني سیال پر وړاندې له بري وروسته هېواد ته راستون شو

author avatar
27 Sep 2022 - 15:19
احمدولي ‌هوتک د خپل اذربایجاني سیال پر وړاندې له بري وروسته هېواد ته راستون شو
author avatar
27 Sep 2022 - 15:19

کابل (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۱): د هېواد د ازادو سیالیو لوبغاړی احمدولي ‌هوتک په روسیه کې د سو‌ک‌وهنې په برخه کې د خپل اذربایجاني سیال پر وړاندې د لوبې له ګټلو وروسته، نن کابل ته راستون شو او ویلي یې دي چې دا به یې د سوک‌وهنې لومړۍ او وروستۍ لوبه وي.

احمدولي ‌هوتک د ازادو سیالیو لوبغاړی دی، خو د تلې په ۲۹مه یې په روسیه کې د سوک‌وهنې په سیالۍ کې ګډون وکړ او خپل اذربایجاني سیال ته ماتې ورکړه.

هوتک چې په دې سيالۍ کې له ګډون وروسته نن کابل ته راستون شو، د کابل په هوايي ډګر کې يې پژواک خبري اژانس ته وويل، ياده سيالي په هغه هېواد کې د «WTKF» په نوم د يوه روسي سازمان له خوا جوړه شوې وه.

هغه وايي، دې سيالۍ ته يې پوره چمتووالى نيولى و او په دې وتوانېد چې خپل اذربايجاني سيال ته چې په دې ډګر کې د ٢٢ بریاوو ريکارډ خپل کړی و، ماتې ورکړي.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې چې یادې لوبې له نورو سیالیو سره څه توپیر درلود؟ وویل: «خورا ډېر توپیر یې درلود، نږدې وه چې له ازادو حرکتونو استفاده وکړم، خو ځان مې کنټرولاوه،‎‎ له مخکې مې هوډ درلود چې یوه لوبه وکړم او په دې ډګر کې دا لوبه مې لومړۍ او وروستۍ لوبه ده.»

د هوتک مینه‌والو په هوايي ډګر کې له نوموړي تود هرکلی وکړ.

د کابل ښار یو اوسېدونکی عبدالواصل محمدي چې د کابل هوايي ډګر ته راغلی، وايي: «نن د احمدولي‌ هوتک هرکلي ته چې د سوک وهنې لوبه یې وګټله، راغلی یم او ډېر د خوښۍ احساس کوم.»

هغه وويل، هوتک د ټولو افغانانو وياړ دی او خپل هېواد ته وياړونه راوړي.

نصرت‌الله چې ځان د احمدولي ‌هوتک يو له مينه‌والو معرفي کوي، وويل: «هوتک ډېره ښه لوبه وکړه او وتوانېد چې د افغانستان نوم اوچت کړي، نن راغلو چې وه‌یې هڅوو.»

نوموړي هوتک ته د ګلونو یوه ګېډۍ هم ډالۍ کړه.

Views: 25

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.