ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حنفي: دنیوي علم مباح او د امیر حکم واجب دی

حنفي: دنیوي علم مباح او د امیر حکم واجب دی

author avatar
27 Sep 2022 - 18:42
حنفي: دنیوي علم مباح او د امیر حکم واجب دی
author avatar
27 Sep 2022 - 18:42

کابل (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۱): د امربالمعروف وزارت سرپرست شیخ خالد حنفي وایي، دنیوي علم مباح دی او کله چې د مباح او د امیر د حکم ترمنځ تعارض راشي، د امیر حکم بیا واجب دی.

هغه دغه څرګندونې نن (سه شنبه) په کابل کې د ګرځندوی د نړۍوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وکړې.

شیخ خالد حنفي وویل: «هر ځای چې ته ولاړ شو، د تعلیم خبره کېږي، تعلیم خو یوه مباح عمل دی، دنیوي تعلیم مباح دی او چې کله د مباح او امیر ترمنځ تعارض راشي، د امیر حکم بیا واجب دی.»

هغه وویل، دا سمه ده چې عالم او جاهل سره برابر نه دي، خو علم په په دنیوي او دیني وېشل شوی چې د ښځو لپاره دنیوي علم مستحب دی او د حجاب مراعتول فرض دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دغه غونډه کې نن د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي وویل، د نجونو د زده‌کړو په مخالفت کې هیڅوک شرعي دلیل نه لري او د افغانستان ټول جید علماء پر دې موافق دي چې باید ژر تر ژره د تعلیم زمینه برابره شي.

ده وویل: «دا ما څو څو ځله ویلي دي، اوس بیا په صریحو الفاظو سره وایم چې دا تعلیم پر نر او ښځه باندې فرض دی. ښوونځي دې له تبعیض پرته د نر او ښځې پر مخ خلاص شي. علماء شته، هیڅوک د دې له فرضیت څخه انکار نه شي کولای، دا مطلق فرض دی په نر او ښځه باندې. ژر تر ژره باید په افغانستان کې د مدرسو او مکتبو دروازې د ټولو پر مخ خلاصې شي.»

د روان کال د وري میاشتې په لومړیو کې ښوونیز کال پیل شو؛ د افغانستان سرپرست حکومت په هماغه ورځ د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو پیل وځنډاوه او ویې ویل، په دې اړه پر یوې طرحې کار روان دی چې له بشپړېدو وروسته به یې دا ښوونځي پرانیستل شي، خو تر اوسه دا کار نه دی شوی.

Visits: 149

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.