ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د میدان وردګو ولایتي روغتون کې د وينې تصفيې څانګه فعاله شوه

د میدان وردګو ولایتي روغتون کې د وينې تصفيې څانګه فعاله شوه

author avatar
28 Sep 2022 - 16:47
د میدان وردګو ولایتي روغتون کې د وينې تصفيې څانګه فعاله شوه
author avatar
28 Sep 2022 - 16:47

میدان‌ښار (پژواک، ۶ تله ۱۴۰۱): د میدان وردګو د عامې روغتيا ریاست وايي، نن د دغه ولایت په ولایتي روغتون کې د وينې تصفيې (هیموډیالز) څانګه فعال شوه.

د عامې روغتيا وزارت د هیموډیالز پروژې مشر محمدقاسم صاحبي چې د یادې څانګې پرانيستې مراسمو کې د ګډون په موخه دغه ولایت ته تللی و، پژواک ته وویل، د يادې څانګې په پرانيستل کېدو نږدې څلور میلیون افغانۍ لګښت راغلی چې د وزارت له بودجې ورکړل شوی دی.

ده وویل، پخوا په محدودو روغتونونو کې د هیموډیالز مرکزونه فعال وو، خو زیاته يې کړه چې اوس دغه مرکزونه په ډېرو ولایتونو کې فعال شوي دي.

هغه زیاته کړه: «تر اوسه مو د هېواد په ۱۳ نورو ولایتونو کې د وینې صافولو یاد مرکزونه فعال کړي دي.»

 د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکتر محمد زرک ځیرک وویل، په دغه مرکز کې به د میدان وردګ سربېره د لوګر، غزني او نورو ګاونډو ولایتونو ناروغانو درملنه هم ترسره کېږي.

هغه زیاته کړه، پخوا په دغه ولایت کې د هیموډیالز مرکز د نه شتون له امله ډېر ناروغان له ستونزو سره مخ وو.

د میدان وردګو د عامې روغتيا ریاست د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې ټولټال ۱۰۴ روغتیایي مرکزونه فعالیت لري.

Visits: 198

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.