Language

د سرپل خلک د «ناري‌بند» کوتل له خرابوالي شکایت کوي

سرپل (پژواک، ۶ تله ۱۴۰۱): د کوهستاناتو ولسوالۍ او د یو شمېر هغو کلیو اوسېدونکي چې د سرپل ښار سویل لور ته په ۲۲ کیلومتره واټن کې پروت د «ناري بند» کوتل له لارې تګ را تګ کوي، د دغې لارې له خرابوالي شکایت لري.

په ورته وخت کې، د یاد ولایت د ټولګټو چارو ریاست وايي، د دغه کوتل د رغونې چارې به ژر پیل شي.

د کوهستانات ولسوالۍ یوه اوسېدونکي بسم‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل: «د ناري‌بند کوتل د سرپل د مرکز پر کلیو سربېره، د کوهستانات ولسوالي هم له مرکز سره نښلوي، دغه کوتل ډېر اوږدوالی او لوړوالی لري، د خرابوالي او ډېرې ارتفاع له امله هره ورځ مسافرین په دغه کوتل کې بند پاتې کېږي.»

هغه زیاته کړه، حکومت باید دغه کوتل په اساسي توګه ورغوي څو خلکو ته په تګ راتګ کې اسانتیا رامنځته شي.

login or register a new account.

Related Topics