ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هېواد کې شاوخوا ۵۳۵زره کونډې، یتیمان او معلولین ثبت شوي

هېواد کې شاوخوا ۵۳۵زره کونډې، یتیمان او معلولین ثبت شوي

author avatar
28 Sep 2022 - 17:12
هېواد کې شاوخوا ۵۳۵زره کونډې، یتیمان او معلولین ثبت شوي
author avatar
28 Sep 2022 - 17:12

کابل (پژواک، ۶ تله ۱۴۰۱): د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وایي، تر اوسه يې په ټول هېواد کې ۱۳۵زره معلولین او شاوخوا ۴۰۰زره کونډې او یتیمان ثبت کړي دي.

دغه څرګندونې د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر د دفتر رییس قاری شاه‌محمد نن (د تلې ۶مه) په کابل کې یتیمانو او معلولینو ته د حرفوي زده‌کړو د پیل په تړاو جوړه شوې غونډه کې وکړې.

هغه زیاته کړه، ثبت شوو معلولینو او یتیمانو ته د دوی ۷۰ سلنه حقوق ورکړل شوي او دا لړۍ لاهم دوام لري.

نوموړي دا هم وویل چې د روان کال تر پایه به په هېواد کې ټول معلولین او یتیمان ثبت شي او حقوق به  یې ورکړل شي.

د ده په خبره، وزارت غواړي چې د اوسني او تېر نظام معلولینو ترڅنګ، هغو کسانو ته هم حقوق ورکړي چې له موره زېږېدلي د بدن دوه غړي یې معلول وي.

نوموړي زیاته کړه، سږ کال د یاد وزارت له لوري معلولینو ته په شپږو حرفوي برخو کې زده‌کړې ورکول کېږي چې نن د خیاطۍ او ټيلېفون جوړونې کورسونه پیل شول.

هغه وایي، په دغه کورس کې – چې څلور میاشتې به دوام وکړي – ۶۰ کسانو ته د زده‌کړې زمینه برابره شوې ده.

قاري شاه‌محمد وویل، یاد وزارت هڅه کوي څو هغو کونډو ته چې د حرفوي زده‌کړو وړتیا ولري، په مناسب ځای کې دغه شان کورسونه جوړ کړي.

همدارنګه په یاده غونډه کې د شهیدانو او معلولینو وزارت د فني او حرفوي زده‌کړو امر قاري انجینر خالد وویل، سږ کال معلولینو ته په شپږو برخو (خیاطۍ، ټیلېفون جوړونه، نل‌دوانۍ، کمپیوټر، یخچال او برقي جارو جوړونه) کې زده‌کړې ورکول کېږي.

نوموړي وویل: «موږ هره حرفه کې ۲۰ کسانو ته د څلورو میاشتو لپاره روزنه ورکوو او شپږ حرفو کې ۱۲۰ کسانو ته روزنه ورکول کېږي او په مجموع کې په یوه کال کې له دې حرفو ۲۴۰ کسان فارغېږي.»

دغه‌راز د عبدالمجید په نوم یوه معلول پژواک ته وویل، خوښ دی چې په دغه کورس کې د خیاطۍ په برخه کې زده‌کړه کوي.

نوموړي له حکومته غوښتنه وکړه چې نورو معلولینو ته هم د حرفوي زده‌کړو او کار زمینه برابره کړي.

Visits: 522

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.