منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۳ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د زابل په سیوري ولسوالۍ کې د ولسوالۍ او امنیې قوماندانۍ لپاره ودانۍ جوړې شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۱۸ کتنې

کلات (پژواک، ۲۸ تله ۱۴۰۱): د زابل په سیوري ولسوالۍ کې د ولسوالۍ او امنیې قوماندانۍ لپاره ودانۍ جوړې شوې او دغه‌راز د کلات ښار په درېیو دخولي دروازو کې بیا د امنیتي کسانو لپاره د درېیو ودانیو جوړولو چارې پيل شوې.

د زابل مرستیال والي سلېمان اغا بهیر پژواک خبري اژانس ته وویل، په سیوري ولسوالۍ کې د «ولسوالۍ او امنیې قوماندانۍ» لپاره هیڅ ودانۍ موجودې نه وې چې د کورنیو چارو وزارت په لارښوونه تازه جوړې شوې.

هغه زیاته کړه، د دغو ودانیو جوړولو چارې دوې میاشتې مخکې پيل شوې وې چې اوس پای ته ورسېدې.

دی وايي، هره ودانۍ څلور اداري خونې، یو هال او نور ملحقات لري چې په اساسي ډول جوړې شوې او ۳ میلیون افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.

د نوموړي په وینا، د دغو ودانیو له جوړېدو سره به د حکومتولۍ چارې چټکې شي او خلکو ته استانتیاوې برابرې شوې.

بلخوا د مرکز کلات ښار په درېیو دخولي دروازو کې بیا د امنیتي کسانو لپاره د درېیو ودانیو جوړولو چارې پيل شوې.

د زابل د امنیې قوماندانۍ ویاند ذبیح‌الله جوهر پژواک خبري اژانس ته وویل، دا درې اتاقه ودانۍ د امنیتي کسانو لپاره جوړېږي چې چارې به یې په درېیو میاشتو کې بشپړې شي.

هغه زیاته کړه، د دغو ودانیو پر جوړولو ۱.۵ میلیون افغانۍ لګښت راځي چې د کورنیو چارو وزارت له انکشافي بودجې ورکول کېږي.

ده یادونه وکړه چې موده مخکې یاد شوي وزارت د ۱۷ میلیون افغانیو په لګښت د زابل د امنیې قوماندانۍ، د ښار د امنیتي حوزو او څلورو ولسوالیو شاه جوی، ښار صفا، شینکۍ او شملزو د امنیې قوماندانیو د ودانیو د ترمیم چارې پیل کړې چې د څلورو میاشتو په موده کې به بشپړې شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه