منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۰۰ غ.م
۵°نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۴°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د سرې مياشتې رييس: ځينو سيمو کې خلک د وښو او پاڼو خوړلو ته اړ شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۵۹ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ٢٨ تله ۱۴۰۱): د افغاني سرې میاشتې رییس وایي، د بې‌وزلۍ له امله د هېواد په ځینو سیمو کې خلک د وښو او پاڼو خوړولو ته اړ شوي دي.

دغه څرګندونې د افغاني سرې میاشتې رییس مطیع‌الحق خالص د طبیعي پېښو د خطرونو کمولو نړۍوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وکړې.

نوموړي وویل: «زه چې څومره خبر لرم د هېواد په ځینو سیمو کې د خلکو غربت دومره حد ته رسېدلى چې د وښو او پاڼو خوړلو ته محتاج شوي دي.»

هغه له مرستندویه ادارو او سوداګرو غوښتنه وکړه چې د ژمي له رسېدو مخکې دې په هېواد کې د سېلاب او زلزله‌ځپلو کسانو د کورنو په جوړولو او د ژمنيو توکو برابرولو کې همکاري وکړي.

هغه زیاتوي، که دغو کسانو ته پر وخت رسېدنه ونه شي نو بیا به یو بشري ناورین رامنځته او رسېدنه به ورته ډېره ستونزمنه شي.

دی وایي، تېر کال د افغانستان لپاره یو خونړی کال و خو بیا هم له اقتصادي ستونزو سره سره د طبیعي پېښو له زیانمنو سره د پام وړ مرستې شوې دي.

د یادونې ده، روان کال د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د زلزلې او سېلابونو له امله ډېرو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه