ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې د ځمکې پر سر شخړه کې څلور کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي

بغلان کې د ځمکې پر سر شخړه کې څلور کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي

author avatar
25 Oct 2022 - 13:48
بغلان کې د ځمکې پر سر شخړه کې څلور کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي
author avatar
25 Oct 2022 - 13:48

پلخمري (پژواک، لړم ۱۴۰۱): د بغلان په مرکز پلخمري کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه کې څلور کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د ډنډغوري د تڼیو کلي اوسېدونکي جاوېد خان د لړم په ۳مه پژواک خبري اژانس ته وویل: «زموږ د کلي د دوو کورنیو شېرمحمد او جمال ناصر ترمنځ کلونه د ځمکې پر سر لانجه روانه ده، پرون مازدیګر یې ترمنځ جګړه شوې، څلور کسان په کې مړه او درې نور ټپیان شوي دي.»

دی وايي چې په دې جګړه کې جمال ناصر او دوه کسان نور وژل شوي، د جمال ناصر يو زوى او يو خوريی ټپيان دي او د بلې کورنۍ يو کس وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.

دغه راز د بغلان امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي شېراحمد برهاني د پېښې د تایيد ترڅنګ پژواک ته وويل چې پولیس سیمې ته رسېدلي او د پېښې روښانه کولو په موخه له دواړو خواوو پلټنې پيل شوې دي.

دى هم  وايي، جګړه د ځمکې پر سر شوې چې څلور کسان په کې وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

دغه راز د بغلان د عامې روغتیا ریاست ویاند عبدالله ملنګ وايي چې د پېښې له ځایه څلور جسدونه او درې ټپيان ملکي روغتون ته انتقال شوي دي.

ده وويل چې مړي او ټپيان په مرميو لګېدلي وو.

هغه زياته کړه، د پېښې ټپيان د هغوی د کورنۍ د غړو له لوري له روغتونه نورو سيمو ته انتقال شوي دي.

Visits: 116

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.