ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

میدان وردګ کې له ۱۳۵۰ کسانو سره د کار په بدل کې نغدي مرسته وشوه

میدان وردګ کې له ۱۳۵۰ کسانو سره د کار په بدل کې نغدي مرسته وشوه

author avatar
10 Nov 2022 - 17:50
میدان وردګ کې له ۱۳۵۰ کسانو سره د کار په بدل کې نغدي مرسته وشوه
author avatar
10 Nov 2022 - 17:50

ميدان ښار (پژواک، ۱۹ لړم ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې (OCHA) د میدان وردګو په سیدآباد ولسوالۍ کې له ۱۳۵۰ کسانو سره د کار په بدل کې نغدي مرسته وکړه.

د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي، نن د دغه ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د (OCHA) له خوا له ۱۳۵۰ کسانو سره د ۹۰ ورځو لپاره د کار په بدل کې د نغدو پیسو مرسته وشوه.

سرچینې زياته کړې، یاد شمېر کسانو د ۹۰ ورځو په اوږدو کې د یادې ولسوالۍ اړوند د کرنیزو ځمکو کانالونه پاک کړي او په بدل کې يې هر کارګر ته ۸۰ ډالر ورکړل شوي دي.

Visits: 61

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.