تالقان (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۱): د تخار په چاهاب ولسوالۍ کې د کلالۍ ځيني صنعتګر د «کلالي» وطني لاسي صنایعو د استفادې بازار پر کمرنګه کېدو اندېښنه ښيي او له حکومته غواړي چې د وطني لاسي صنایعو بازار غوړېدو برخه کې هڅې وکړي.
د کلالۍ صنعت - چې پکې د رنګ امیزۍ لپاره له مسو او ځانګړې خټې استفاده کېږي او د دغو لاسي صنایعو د جذاب کېدو لامل ګرځي- د تخار په چاه اب ولسوالۍ کې له ۳۶۰ کاله مخینې درلودو سره سره د نابودۍ او له منځه تلو حالت سره مخ دی.
د یادې صنایع ځيني صنعتګر وایي، د ښيښيي او بهرنیو لوښو واردېدل د دی لامل شوی چې له خلکو سره د دغو صنایعو لیوالتیا کمه شي او د نابودۍ او له منځه تګ حالت سره مخ شي.
په چاه اب ولسوالۍ کې د کلالۍ یو صنعتګر احمد شکیب وایي، دغه د سلګونو کلونو مخینې لرونکی صنعت، بازار ته له حده ډېر د ښيښيي لوښو واردېدو له امله اوس د له منځه تلو او رکود په حال کې دی.
د هغه په خبره، حکومتونو تر اوسه د دغه صنعت د بازار ښه کېدو او له تولیدوونکو سره همکارۍ برخې ته توجه نه ده کړې، له همدې امله اوس د له منځه تلو په حال کې دی.
د کلالۍ یو بل صنعتګر ګل احمد وایي، د کلالۍ صنعت ۳۶۰ کاله مخینه لري، په تېرو کلونو کې د دغه صنعت د جذابو او ښکلو تولیداتو له امله څنګلورو ولایتونو او د سیمې هېوادونو ته صادرېدل، خو په دې وروستیو کې د حکومت نه پاملرنې له امله د له منځه تلو په حال کې دی.
د هغه په خبره، د دغه صنعت چې هره کاسه او غوری جوړېږي، له ۲۰۰ تر ۵۰۰ افغانیو پلورل کېږي چې دا په خپله د خلکو د اقتصاد د ښه کېدو لامل ګرځي.
هغه زیاتوي،د حکومتونو د نه پاملرنې ترڅنګ، وروستي بدلونونه هم د دې لامل شو چې د غه صنعت ځيني تولیدوونکي بېلابېلو هېوادونو ته کډوال شي چې دا خپله د کلالۍ د رکود لامل شوی دی.
له بلې خوا، د تخار د صنعت او سوداګرۍ امر مولوي ضیاءالدین له پژواک سره په خبرو کې، که څه هم دا مني چې دغه صنعت له رکود سره مخ شوی دی، خو وایي، دغه اداره هڅه کوي څو د دغه صنایعو بازار بیا ښه کولو زمینه برابره کړي.
دی ډاډ ورکوي چې په تخار ولایت کې به د دغه صنعت تولیداتو لپاره نندارتون ته هم زمینه برابر کړي، څو خلک بېرته د دغو تولیداتو کارونې سره لیوالتیا پیدا کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د کلالۍ صنعتګران له حکومته غواړي څو د دغه صنعت د تولیداتو په برخه کې د بازار ښه کېدو ته پاملرنه وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









