ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بریتانیا: پر افغانستان د یو هېواد په توګه هیڅ بندیزونه نه دي لګول شوي

بریتانیا: پر افغانستان د یو هېواد په توګه هیڅ بندیزونه نه دي لګول شوي

author avatar
21 Nov 2022 - 05:45
بریتانیا: پر افغانستان د یو هېواد په توګه هیڅ بندیزونه نه دي لګول شوي
author avatar
21 Nov 2022 - 05:45

اټلانټا (پژواک، ۲۹ لړم ۱۴۰۱): د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت شارژدافیر هوګو شارټر ویلي چې تېر کال د جمهوري نظام له سقوط وروسته پر افغانستان د یو هېواد په توګه هیڅ بندیزونه نه دي لګول شوي.

هغه دا څرګندونې د لړم په ۲۹مه پر خپله ټویټرپاڼه په یو لړ پرله‌پسې ټویټونو کې کړې دي.

د بریتانیا شارژدافیر هغه ادعاوې ناسمې وبللې چې وایي په افغانستان کې روان اقتصادي بحران د طالبانو له واکمنېدو وروسته د هغوی تر کنټرول لاندې پر افغانستان بانک د نړۍوالې ټولنې بندیزونو نتیجه ده.

هوګو شارټر چې په قطر کې د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت چارې مخې ته وړي، دا هم ویلي چې دغسې ادعاوې د ملګرو ملتونو د ځینو غړو له خوا هم تکرارېږي.

د بریتانیا شارژدافیر زیاته کړې، د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته پر افغانستان د یو هېواد په توګه هیڅ بندیزونه نه دي لګول شوي.

هغه وايي، د ملګرو ملتونو بندیزونه پر اشخاصو او ادارو لګول شوي چې په ۲۰۱۱ کال کې د امنیت شورا د ۱۹۸۸ پرېکړه لیک پر اساس پر اشخاصو د شتمنیو کنګل کېدو، سفري او د وسلو بندیزونه په کې شامل دي.

شارټر ویلي: «ډېره مهمه ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تېر ۲۰۲۱ میلادي کال د ډسمبر په میاشت کې ۲۶۱۵ نمبر پرېکړه‌لیک د (بشري چارو په استثنا کولو) سره تصویب کړ؛ دا یقیني کوي چې د ملګرو ملتونو بندیزونه بشري مرستو او یا هم نورو هغو فعالیتونو ته چې بشري اساسي اړتیاوو پوره کولو لپاره ترسره کېږي، ځنډ رامنځته نه کړي.»

هوګو شارټر د افغانستان بانک د شتمنیو د کنګل کېدو مسئلې په اړه هم وضاحت ورکړی، ویلي یې دي چې د افغانستان بانک د شتمنۍ ستنېدل د مرکزي بانک په وړتیا پورې پورې تړاو لري څو دا وښيي چې دا بانک په مسلکي او له سیاسي پلوه د یو بېطرف بانک په ډول د څارنې تر یو ضروري میکانیزم لاندې فعالیت کوي.

دې وايي، په دې برخه کې نور پرمختګ ته اړتیا ده.

شارټر زیاتوي: «دا د ځینو لپاره ډېره اسانه ده چې د هغو ګواښونو چې نن په افغانستان کې خلک ورسره مخ دي، پړه پر بندیزونو واچوي خو دا رښتیا نه دي، دا ډېره مهمه ده چې د دې غولوونکې کیسې ور هاخوا په عاجل ډول موږ حقیقي ستونزو ته د حل لار ولټوو؛ دا یوازینې لار ده چې افغانستان کولای شي پر مخ ولاړ شي.»

د یادونې ده، تېر کال د جمهوري نظام له سقوط وروسته د امریکا او اروپا په بانکونو کې د  افغانستان شاوخوا ۹ میلیون ډالر کنګل شوي دي.

Visits: 265

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.