ژبه

د هند نړۍوال سوداګریز نندارتون؛ افغاني محصولاتو د ښه کیفیت له امله د سروزرو مډال وګوټ

اټلانټا (پژواک، ۷ لېندۍ ۱۴۰۱): په نوي ډیلي کې د افغانستان لوی سفارت وایي چې د هند په نړۍوال سوداګریز نندارتون کې افغان محصولاتو د ۱۷ هېوادونو په منځ کې د سرو زرو مډال خپل کړی دی.

د یاد سفارت له خوا د لېندۍ په ۷مه په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د سوداګریزې ودې ادارې له خوا جوړ شوی دا کلنی سوداګریز نندارتون چې د هند د بېلابېلو ایالتونو او د نړۍ ۱۷ هېوادونو تولیدات او محصولات په‌کې نندارې، سوداګریزو معاملاتو او خرڅلاو ته وړاندې شوي وو، پرون پای ته ورسېد.

سرچینې زیاته کړې، دغه ستر سوداګریز نندارتون سږ کال د کوچني هند په نوم هم ونومول شو؛ ځکه چې د کرونا له محدودیتونو وروسته په لومړي ځل د هند په میلیونونو خلک له دغه ستر نندارتونه لیدنه وکړه.

په خبرپاڼه کې راغلي، سږ کال دغه نندارتون په شاوخوا یونیم لکه میتر مربع ساحه کې تنظیم شوی و چې د نړۍ په کچه یو له سترو نندارتونونو و.

login or register a new account.