منځپانګې ته تلل
جمعه ۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۳۹ غ.م
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۵°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د «هرات امنیتي کنفرانس» کې د امریکا استازې هم ګډون کوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۱۹ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۱): افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیره په تاجکستان کې کېدونکی د هرات په امنیتي کنفرانس کې ګډون کوي.

ټاکل شوې چې د «هرات امنیتي خبرو اترو» لسمه غونډه د روانې لېندې میاشتې په ۸مه او ۹مه، د تاجکستان په پلازمېنې دوشنبې ښار کې جوړه شي.

افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیره مېرمن کرن ډیکر - چې له قطر څخه فعالیت کوي - د لېندۍ په ۸مه، پخپل ټویټرپاڼه کې لیکلي چې د هرات په امنیتي کنفراس کې د ګډون په موخه دوشنبې ښار ته رسېدلې ده.

I first came to Tajikistan in the late 80s, as the Soviets limped out of Afghanistan. Again in 2001 to support bilateral talks after the 9/11 attacks. The past and the future occupy my mind as I return to Dushanbe to participate in #HSD10.

— Chargé d’Affaires Karen Decker (@USAmbKabul) November 29, 2022

هغې زیاته کړې، خوښه ده چې په دغه کنفرانس کې - چې له ۲۰۱۲ زېږدیز کال راهیسې جوړېږي -ګډون کوي او له ګډونوالو، په ځانګړې توګه د افغانستان، تاجکستان، د سیمې هېوادونو او اروپایي ټولنې استازو سره به د افغانستان په اړه خپل نظر شریک کړي.

نوموړې ویلي: «زه دلته راغلې یمه چې له نورو واورم، خو یو ځل بیا به د خپل هېواد له لوري د افغانستان او افغانانو د ملاتړ او همکاریو ډاډ ورکوم.»

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست