ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې له امنیتي کسانو سره نښته کې یو غل وژل شوی او درې نور نیول شوي

کندهار کې له امنیتي کسانو سره نښته کې یو غل وژل شوی او درې نور نیول شوي

author avatar
4 Dec 2022 - 16:36
کندهار کې له امنیتي کسانو سره نښته کې یو غل وژل شوی او درې نور نیول شوي
author avatar
4 Dec 2022 - 16:36

کندهار (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۱۴۰۱) امنیتي چارواکي وایي، نن سهار وختي شاوخوا څلور بجې د کندهار ښار ۱۴مې امنیتي حوزې اړوند د عیدګاه دروازې په ساحه کې غلو د مستریانو له یوه سرای څخه پيسې غلا کړې وې چې د تېښتې پر مهال یو وژل شوی او درې نور نیول شوي دي.

یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي، پژواک خبري اژانس ته وویل، د کندهار ښار ۱۴مه امنیتي حوزه کې څلور غله د مستریانو یوه سرای ته ورغلي وو او چوکیداران یې تړلي وو.

د سرچینې په خبره: «غلو د مستریانو تجرۍ ماتې کړې وې، غوښتل یې پیسې ترې یوسي چې امنیتي ځواکونه ورباندې خبر شوي، غلو د امنیتي ځواکونو په لیدو پر هغوی ډزې کړې خو په ځوابي ډزو کې یو غل وژل شوی او درې نور نیول شوي چې یو یې ټپي دی.»

سرچینې په دې چې غلو څومره اندازه پیسې غلا کړې وې، نور معلومات ور نه کړل.

د کندهار ښار څوارلسمې حوزې اوسېدونکي هم وایي، سهار وختي یې له کورونو سره نږدې ډزې وې خو وروسته معلومات وشول چې د غلو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.

د دې حوزې یو اوسېدونکی ندامحمد په دې اړه وایي: «زموږ له کور سره سهار وختي له لمانځه مخکې ټکان وو، بیا چې ناوخته خبر شوو، د غلو او طالبانو ترمنځ جنګ شوی و.»

که څه هم په کندهار کې په دې وروستیو کې د غلاوو پېښې تر پخوا کمې شوې خو خلک غوښتنه کوي چې د غلو مخنیوي په موخه باید نور ګامونه هم واخیستل شي څو په بشپړ ډول یې مخنیوی وشي.

 

Visits: 219

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.