ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار چارواکي: بې‌طرفه خبریالانو او رسنیو ته ستونزې نه جوړوو

د کندهار چارواکي: بې‌طرفه خبریالانو او رسنیو ته ستونزې نه جوړوو

author avatar
4 Dec 2022 - 16:42
د کندهار چارواکي: بې‌طرفه خبریالانو او رسنیو ته ستونزې نه جوړوو
author avatar
4 Dec 2022 - 16:42

کندهار (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۱۴۰۱): په سوېل کې د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې له لوري نن د کندهار، هلمند، اروزګان او زابل خبریالانو، د کندهار ولایت مقام او د ځینو نورو ادارو استازو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړه شوې وه.

د غونډې په پيل کې په سوېل کې د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې مسوول احمد لودین وویل، معلوماتو ته نه لاسرسی لا هم یوه پرځای پاتې ستونزه ده چې خبریالانو یې د حل لپاره دولتي ادارو ته د ویاندویانو ګومارلو غوښتنه کړې وه خو تر اوسه دا کار نه دی شوی.

هغه زیاته کړه، بله ستونزه پر خپل سر د خبریالانو نیونه ده چې له مسلکي اصولو د سرغړونې په صورت کې باید پر خپل سر و نه نیول شي.

نوموړی وايي، کله چې یو خبریال له مسلکي اصولو سرغړونه کوي، باید د خبريالانو خونديتوب کمېټې سره په همغږۍ راوغوښتل شي او د ستونزې په اړه خبرې ورسره وشي.

لودین وویل: «هغه خبریالان چې تخطي کوي یا مسوولین ستونزه ورسره لري، موږ ته دې ووایي، موږ به هغه کس حاضر کړو، خو که پر خپل سر نیول کېږي یا بندي کېږي دا کار نورې ستونزې زېږوي.»

په یاده غونډه کې د کندهار یوه خبریال عطاءالله عمر وویل چې دولتي مسوولین باید د ټولنیزو رسنیو کاروونکو او اصلي خبریالانو ترمځ توپير وکړي.

ده زیاته کړه: «که په خبریالانو کې داسې کسان وي چې پر هغوی مسوولین انتقاد لري، نو مخامخ دې هغه کس ته ووایي، خو د ټولنیزو رسنیو کاروونکي باید په خبریالانو کې حساب نه کړي.»

بل خوا د کندهار د استخباراتو ریاست اړوند له رواني جګړې سره د مبارزې مدیر احمد زبیر اغا په دې غونډه کې وویل، هیڅوک خبریالانو او رسنیو ته زیان نه رسوي او نه یې د کار مخنیوی کوي.

هغه زیاته کړه، هغه کسان چې بې‌طرفي ثابته نه کړي او یوازې غواړي د ځینو اشخاصو یا سازمانونو لپاره د خبریالانو په نوم کار وکړي، هغوی ته اجازه نه ورکوي.

دغه‌راز د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي نوراحمد سعید وویل، دوی له نورو ادارو سره په ګډه د رسنیو مالي او اقتصادي ستونزو هواري برخه کې کار کوي او ان پر دې موضوع له یوناما سره هم غږېږي.

هغه زیاته کړه، دوی د ازادو رسنیو پر فعالیت بارو لري او هیڅکله به ستونزه ورته جوړه نه کړي؛ خو هغه کسانو ته به اجازه ور نه کړي چې د خبریالانو په نوم اختلافات راپورته کوي.

د کندهار ولایت مقام ویاند حاجي زید هم وویل، خبریالانو ته تر ډېره معلومات پر وخت ورکړل شوي او د ځینو شته ستونزو د حل لپاره کار کوي.

د غونډې په پای کې د همغږۍ د دا ډول غونډو پر جوړېدو ټينګار وشو چې باید په میاشت کې یو ځل خبریالان او دولتي استازي سره کښېني او د ستونزو پر له منځه وړلو بحث او خبرې وکړي.

Visits: 77

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.