ژبه

د حیرتان رېل‌پټلۍ تخنیکي چارو پرمخ وړلو تړون د قزاقستان له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک شو

کابل (پژواک، ۱۴ لېندۍ ۱۴۰۱): د افغانستان رېل‌پټلۍ ادارې او د قزاقستان یوه خصوصي شرکت ترمنځ د دوو کلونو لپاره د څه باندې ۸ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت، د حیرتان رېل‌پټلۍ د تخنيکي چارو پرمخ وړلو تړون لاسلیک شو.

دغه تړون نن (دوشنبه) په کابل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې، د یادې ادارې مسوولینو او د قزاقستان د فاتح منصور شرکت استازو ترمنځ لاسلیک شو.

د افغانستان رېل‌پټلۍ ادارې سرپرست ملا بخت‌الرحمان شرافت وویل، منصور فاتح شرکت ته د دوو کلونو لپاره د حیرتان اوسپنې پټلۍ د تخنيکي چارو پرمخ وړلو په موخه، ۸ میلیون ۳۷۵ زره او ۶۶۴ امریکایي ډالر د افغانستان حکومت له خوا ورکول کېږي.

دی وایي، یاد شرکت به د حیرتان- مزارشریف د رېل‌پټلۍ تخنیکي (د لوکوموتیونو او تخنیکي متخصصینو روزلو) چارې پرمخ وړي او د پټلۍ مدیریت به د افغانستان د رېل‌پټلۍ ادارې په واک کې وي.

login or register a new account.