منځپانګې ته تلل
جمعه ۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۴۱ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د افغانستان بانک سبا ۱۶ میلیون امریکایي ډالر لیلاموي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۳۰ کتنې

کابل (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۱): د افغانستان مرکزي بانک سبا ۱۶ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.

یاد بانک نن (د لېندۍ ۱۵مه) په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې د افغانستان بانک غواړي سبا د چهارشبنې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر ۱۶ میلیون امریکايي ډالرو پورې د لیلام په ډول وپلوري.

یاد بانک له ټولو پر شرایطو له برابرو سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې برخه واخلي.

یاد بانک لیکلي، د داوطلبۍ ګټونکي دې خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.

سرچینه زیاتوي، د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي او د داوطلبۍ ګټونکي به د خپل ذمت د قیمت پیسې په نغد ډول په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.

د افغانستان بانک هره اونۍ ټاکلې اندازه امریکايي ډالر لیلاموي څو د افغانیو ارزښت ثابت وساتي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد