منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۳۷ غ.م
۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

«لنکا» سوداګریزې سيالۍ د افغان لوبغاړو په ګډون پيل شوې

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۴۴ کتنې

کابل (پژواک، ۱۵ ليندۍ ۱۴۰۱): د سريلانکا کرکټ بورډ ادارې له لوري د لنکا غوره لیګ شل اوریزو سياليو درېيم پړاو نن پيل شو.

د ازادۍ راډيو د راپور له مخې، دغه سيالۍ چې د پنځو لوبډلو په ګډون پيل شوي، د افغانستان په ګډون د نورو هېوادونو لوبغاړي هم په‌ کې برخه لري.

سرچينه زياتوي، د افغانستان له لوري په دې سيالیو کې رحمن الله ګربز، نجیب الله ځدراڼ، فضل الحق فاروقي، نوراحمد، نوین الحق، کریم جنت او وقار سلام‌خېل په بېلابېلو لوبډلو کې اخيستل شوي دي.

په راپور کې راغلي، په دې سياليو کې به ټولې ۲۴ لوبې ترسره شي او پایلوبه به یې د ډسمبر په ۲۳مه ترسره شي.

«لنکا پریمیرلیګ یا LPL» د سریلانکا د کورنی سوداګریز کرکټ لوبې دي چې هر کال ترسره کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې