ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غور ځیني اوسېدونکي د موسسو له خوا د مرستو وېش له بهیره شکایت لري

د غور ځیني اوسېدونکي د موسسو له خوا د مرستو وېش له بهیره شکایت لري

author avatar
13 Dec 2022 - 17:11
د غور ځیني اوسېدونکي د موسسو له خوا د مرستو وېش له بهیره شکایت لري
author avatar
13 Dec 2022 - 17:11

فېروزکوه (پژواک، ۲۲ لېندۍ ۱۴۰۱): د غور یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د خیریه موسسو له لوري د بشري مرستو وېش له بهیره شکایت لري او ادعا کوي چې د دغو مرستو لږه اندازه اړو کورنیو ته ورکول کېږي.

دوی وايي، ډېری مرستې هغو کسانو ته وېشل کېږي چې پېژندګلوي او واسطه لري او ډېره برخه یې مستحقین نه دي.

د غور د دولت‌یار ولسوالۍ اوسېدونکې ۲۹ کلنه زبیده چې د درېیو اولادونو مور ده، له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې د بشري مرستو د وېش له بهیر او اقتصادي ستونزو شکایت وکړ.

هغه چې دوه کاله مخکې د وچکالۍ، بېوزلۍ او ناچارۍ له امله فېروزکوه ښار ته کډه شوې او دا مهال د دغه ښار په یوه څنډه کې په کرایي کور کې اوسېږي وايي: «پرله‌پسې وچکالۍ او د کښتونو نه کېدل د دې لامل شول چې له خپل خاوند او ماشومانو سره ښار ته راشم څو دولت راسره مرسته وکړي.»

هغې زیاته کړه، خاوند یې چې پر روماتېزم ناروغۍ اخته دی خو بیا هم له خپل ۱۱ کلن زوی سره د فېروزکوه ښار پر سړکونو توکي پلوري او په سختۍ سره د خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کوي.

هغه پرله‌پسې له بېکارۍ او اقتصادي ستونزو شکایت کوي او وايي: «بشردوستانه مرستې ترسره کېږي خو ځیني مهال د موسسو له لوري انصاف په پام کې نه نیول کېږي؛ یعنې حق حق‌دار ته نه رسېږي.»

نوموړې وویل چې سږ کال یې دوه ځله د خوراکي توکو مرسته ترلاسه کړې خو ځینې وخت د دې شاهده ده چې یو شمېر ګاونډیان او خپلوان یې چې اړتیا نه لري، مرسته یې اخیستې ده.

هغه وايي چې څو ځله یې له خاوند سره مرستندویه موسسو ته مراجعه کړې، خو چا ورسره مرسته نه ده کړې.

زبیده چې په یاد ولایت کې د موسسو له لوري د مرستو وېش لړۍ غیرعادلانه بولي، وايي: «څلور یا پنځه میاشتې مخکې د مختلفو موسسو پلاوي راغلل، زموږ ډېر ګاونډیان یې په لېست کې ونیول، خو موږ یې ونه نیو، ډېرې زارۍ مې ورته وکړې چې یو ځل راشي زموږ کور وګوري، خو رانه‌غلل، موسسو ته ورغلم، زما خبره یې وانه ورېده، عریضه مې وکړه، وایې نه خیسته.»

بېوزلۍ، وچکالۍ، د امریکا متحده ایالتونو له لوري د افغانستان د پیسو کنګل کېدو، تېر کال د زمري په ۲۴مه په هېواد کې د سیاسي نظام بدلېدو، نه یوازې زبیده، بلکې زرګونه نورې کورنۍ هم له اقتصادي ستونزو سره مخ کړې دي.

۳۱ کلن عبدالعزیز د غور بل اوسېدونکی دی چې له اقتصادي بې‌وزلۍ او د مرستو د وېش له بهیره شکایت کوي.

هغه وايي، شپږ میاشتې مخکې له دولینې ولسوالۍ څخه فېروزکوه ښار ته راغلی څو د کار کولو ترڅنګ، د مرستندویه موسسو مرستې هم ترلاسه کړي.

سرچینې وویل: «د کار وضعیت هم ښه نه دی؛ یوه ورځ وي یوه ورځ نه وي، اقتصادي ستونزې مو ډېرې شوې دي.»

هغه ادعا وکړه: «له بده‌مرغه چې د موسسو مرستې اړمنو ته نه وېشل کېږي؛ موسسې هم خپلې مرستې داسې کسانو ته ورکوي چې واسطه لري او یا د دولتي کارکوونکو کورنۍ دي.»

یادې دواړه سرچینې له سیمه‌ییزو مسولینو او موسسو غواړي چې په دغه ولایت کې د بشري مرستو د بهیر په تړاو له سره کتنه وکړي څو په په عادلانه توګه اړمنو ته ورسېږي.

بلخوا، په غور کې د اقتصادي چارو ځیني شنونکي وايي چې په دغه لایت کې داسې ډېرې کورنۍ شته چې د هېواد د اقتصادي نظام د پاشل کېدو او بېوزلۍ له امله یې له میاشتو راهیسې د موسسو او دولت له لوري هېڅ مرسته نه ده ترلاسه کړې او په سختو شرایطو کې ژوند کوي.

په غور کې د اقتصادي چارو شنونکي عبدالغني رحیمي پژواک ته وویل: «له بده‌مرغه داسې ډېرې کورنۍ شته چې له سیاسي بدلونه تراوسه چې اقتصادي نظام له ستونزې سره مخ شوی او د بېوزلۍ او ناچارۍ لمن نوره هم پراخه شوې، کورنۍ په سختنو اقتصادي شرایطو کې ژوند کوي او داسې کورنۍ هم شته چې له میاشتو راهیسې یې د مرستندویه بنسټونو له لوري کومه مرسته نه ده ترلاسه کړې او که یې ترلاسه کړې هم وي، ډېره کمه وه.»

نوموړی دغه راز وايي، یو شمېر کورنیو د بېوزلۍ له امله خپل ماشومان له ښوونځیو راګرځولي او د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره یې پر درنو کارونو او سوالګرۍ اخته کړي دي.

د چارو دغه شنونکی هم ټینګار کوي چې حکومت او د موسسو مسوولین باید د بشري مرستو په وېش کې دقت وکړي څو اړو خلکو ته ورسېږي، نه هغه کسانو ته چې مرستو ته اړتیا نه لري.

د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست آمر مولوي محمدحماس پژواک ته وویل: «له شک پرته، هغه کسانو چې په موسسو کې واسطه ولري، منل کېږي، څوک چې مظلوم دی، که له بېوزلۍ او ناچارۍ مړ هم شي، وایي پرېږده چې مړ شي، له بده‌مرغه له عدالت او انصاف څخه کار نه اخلي.»

هغه زیاته کړه، د عدالت نه پامنیوي له امله امنیتي ځواکونو د ځینو موسسو مسوولین نیولي، خو د خلکو د غږ په پورته کېدو سره یې بېرته خوشي کړي او هڅه کوي څو مرستې په شفاف ډول اړمنو ته ورسوي او عدالت په پام کې ونیسي.

د غور د سیمه‌ییزو مسوولینو په وینا، د اوسني نظام له راتګ راهیسې په دغه ولایت کې زرګونو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي توکي او نغدې پیسې وېشل شوې چې دغه مرستې نه شي کولای د بېوزله کورنیو ټولې اړتیاوې پوره کړي.

پژواک خبري اژانس هڅه وکړه چې په دې اړه د ځینو مرستندویه موسسو د مسوولینو نظر هم واخلي، خو له ځواب ورکولو یې ډډه وکړه.

Visits: 18

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.