ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د برېښنا پرچاوۍ کمولو لپاره د تره‌خېلو حرارتي دستګاه فعاله شوې ده

کابل کې د برېښنا پرچاوۍ کمولو لپاره د تره‌خېلو حرارتي دستګاه فعاله شوې ده

author avatar
13 Dec 2022 - 16:36
کابل کې د برېښنا پرچاوۍ کمولو لپاره د تره‌خېلو حرارتي دستګاه فعاله شوې ده
author avatar
13 Dec 2022 - 16:36

کابل (پژواک، ۲۲ لېندۍ ۱۴۰۱): د برېښنا شرکت وایي، په کابل او ۱۱ نورو ولایتونو کې د پرچاوۍ کچې را ټیټولو په موخه د ۶۰ مېګاواټو په ظرفیت د تره‌خېلو حرارتي دستګاه یې فعاله کړې ده.

ازبکستان له څو ورځو راهیسې په خپله خاوره کې د انرژۍ کموالي له امله افغانستان ته خپله برېښنا ۶۶ سلنه ټيټه کړې چې د کابل او د وارداتي برېښنا په مسیر کې د اړوندو ولایتونو خلک له جدي ستونزو سره مخامخ شوي دي.

د افغانستان برېښنا شرکت په خبرپاڼه کې راغلي، د تره‌خېلو حرارتي دستګاه له چالانولو سره هغه ولایتونه چې د ازبکستان برېښنا محدودیتونو له امله له ستونزو سره مخامخ شوي، دوه- دوه ساعته د ورځې او دوه- دوه ساعته د شپې له خوا برېښنا ورته برابرېږي.

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو پژواک خبري اژانس ته ويلي چې په دې وروستيو کې د برېښنا پرچاوي ډېره شوې او خلک يې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

 

Visits: 553

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.