ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې نږدې ١٥ زره ماشومان پر درنو کارونو بوخت دي

بغلان کې نږدې ١٥ زره ماشومان پر درنو کارونو بوخت دي

author avatar
17 Dec 2022 - 11:55
بغلان کې نږدې ١٥ زره ماشومان پر درنو کارونو بوخت دي
author avatar
17 Dec 2022 - 11:55

پلخمري (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (UNICEF) وايي، د يوې نوې سروې له مخې په بغلان ولايت کې ۱۴زره ۸۶۵ ماشومان پر درنو کارونو بوخت او له زده‌کړو پاتې دي.

په بغلان کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق ولایتي دفتر د همغږۍ څانګې مسوول سید کبیر سادات د لېندۍ په ۲۶مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې څه موده وړاندې په دغه ولايت کې د ماشومانو په اړه يوه سروې ترسره شوې ده.

هغه وايي چې د همدې سروې له مخې، د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې ١٤٨٦٥ ماشومان پر شاقه کارونو بوخت او له زده‌کړو پاتې دي.

هغه اندېښنه وښوده چې په یاد ولايت کې ماشومان ښه لورته روان نه دي، حکومت او مرستندويه موسسې بايد د ماشومانو د ښه راتلونکي لپاره جدي هلې ځلې وکړي.

په ورته مهال، په پلخمري ښار کې یوه د لاسي کراچۍ چلوونکي ١٠ کلن هارون پژواک ته وويل چې پلار يې مړ شوى او د کورنۍ مسووليت ده ته ور له غاړې دى.

ده وويل: «په کور کې اته کسان يو، زه بايد د کور خرڅ برابر کړم، که ښار کې کراچۍ ونه چلوم د کورنۍ ډوډۍ مې څنګه کېږي؟»

هارون وايي، د ورځې تر ١٥٠ افغانيو پورې پيدا کوي خو د کورنۍ ستونزې یې پرې نه حل کېږي.

ده وويل، له زده‌کړو پاتې دى، که مرسته ورسره وشي نو حاضر دى چې ښوونځي ته ولاړ شي.

بل لورته، د بغلان د کار او ټولنيزو چارو رييس نصرت‌الله پارسا هم پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې زرګونه ماشومان پر درنو کارونو بوخت دي.

ده وويل، د سوالګرو او پر سختو کارونو بوختو ماشومانو په اړه معلومات يې له يو شمېر موسسو سره شريک کړي، څو مرسته ورسره وکړي او د زده‌کړو زمينه ورته برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د سره صلیب نړۍوالې کمېټې هم د افغان ماشومانو پر وضعیت اندېښنه ښودلې وه.

Visits: 88

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.