Language

د افغانستان بانک سبا ۱۳ میلیون امریکايي ډالر لیلاموي

کابل (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۱۴۰۱): د افغانستان مرکزي بانک سبا (د لېندۍ ۲۷مه) د داوطلبۍ له لارې ۱۳ میلیون امریکایي ډالر لیلاموي.

دغه بانک نن په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي: «د افغانستان بانک غواړي چې د ۱۴۴۴ کال د جمادی‌الاول میاشتې په ۲۴مه (۱۴۰۱،۰۹،۲۷) د یکشنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر ۱۳ میلیون امریکايي ډالرو پورې د لیلام په ډول وپلوري.»

login or register a new account.