ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ندیم: د پوهنتونونو فارغانو ته د کار زمینه برابروو

ندیم: د پوهنتونونو فارغانو ته د کار زمینه برابروو

author avatar
18 Dec 2022 - 17:23
ندیم: د پوهنتونونو فارغانو ته د کار زمینه برابروو
author avatar
18 Dec 2022 - 17:23

کندهار (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۱۴۰۱): د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست نن د کندهار او «انسټو» پوهنتونونو له بېلابېلو څانګو څخه د ۱۶۹۰ محصلانو د فراغت په مراسمو کې وویل، حکومت به ټولو فارغانو ته د هغوی په مسلکي برخو کې دندې ورکړي.

سږکال د کندهار پوهنتون له بېلابېلو څانګو څخه د ۱۰۰ ښځو په ګډون ۱۳۶۰ کسان او د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون «انسټو» څخه ۳۳۰ کسان فارغ شوي چې نن یې په کندهار ښار کې فراغت غونډه ترسره شوه.

د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر مولوي ندامحمد ندیم چې په یادو مراسمو کې يې ګډون درلود، وویل: «ژمنه کوم چې د کار زمینه به درته برابروو او د وزیرانو په شورا کې ستاسو په ګډون د ټول هېواد له پوهنتونونو څخه د فارغ شویو کسانو لپاره د کار پيدا کولو موضوع وړاندي کوم.»

ندیم دغه‌راز وویل چې د پوهنتون او مدرسې ترمنځ واټن باید په ګډو هڅو له منځه یووړل شي او په وینا يې چې ځوانان باید پر ديني او عصري دواړو علومو سمبال شي.

د کندهار پوهنتون رییس اکرم‌شاه ارغستاني هم فارغ شوي کسان د هېواد شتمني وبلله.

ده وویل: «پر دغه کسانو د ملت سرمایه مصرف شوې، نو باید ملت ته همداسې په اخلاص کار او خدمت وکړي.»

له پوهنتونونو فارغ محصلان هم وايي، دوی د لوړو زده‌کړو په بشپړولو سره خپل مسوولیت ادا کړی او اوس باید د کار زمینه ورته برابره شي.

د کندهار پوهنتون له انجنیرۍ پوهنځي فارغ سیدشاه وویل: «اوسمهال ډېری لوستي ځوانان بې روزګاره دي، نو تمه لرو چې په دولتي ادارو کې مسلکي کسانو ته دندې ورکړل شي.»

له ښوونې او روزنې پوهنځي څخه یوه فارغ محمدانور هم وویل، دوی د خلکو خدمت ته چمتو دي او باید د کار زمینه ورته برابره شي.

نوموړي وویل: «موږ که څه هم زده‌کړې لا نه دي بس کړې او نورې زده‌کړې به هم کوو، خو اوس باید د کار زمینه راته برابره شي؛ ځکه زه په کور کې داسې څوک نه لرم چې هغه دې کور وساتي او هم دې زما د زده‌کړو لګښتونه راکړي، نو کار ته ډېره اړتیا لرم.»

Visits: 95

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.