ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امان هاشمي: د ټولنې د بچیانو خدمت لپاره هیڅ ډول هڅې نه سپموم

امان هاشمي: د ټولنې د بچیانو خدمت لپاره هیڅ ډول هڅې نه سپموم

author avatar
20 Dec 2022 - 17:41
امان هاشمي: د ټولنې د بچیانو خدمت لپاره هیڅ ډول هڅې نه سپموم
author avatar
20 Dec 2022 - 17:41

نیلي (پژواک، ۲۹ لېندۍ ۱۴۰۱): د نیلي ښار د مني موسم په یوه سړه ورځ کې چې تېز او سیلۍ لرونکي بادونه یې مشهور دي، د دایکنډي ولایت د پوهنې ریاست مخې ته مې له یوه ځوان سره ولیدل چې د ژوند یوه لسیزه یې د تدریس او روزنې په برخه کې تېره کړې ده.

هغه په دغو سړو ورځو او تر معارف اوږده لاره کې، خپل ټول وخت د شاوخوا ۴۵۰ زده‌کونکو د نتایجو په ترتیبولو کې لګوي چې په تېر یوه کال کې یې روزلي دي.

امان هاشمي چې دده په وینا، شاوخوا لس کاله يې د پوهنې په رياست کې دنده ترسره کړې، هغه مهال چې په خپل زېږنځای د شهرستان ولسوالۍ په «ګیروي» کلي کې د ښوونځي زده‌کوونکی و، هم‌مهاله یې د تدریس چارې هم پیل کړې.

هغه پژواک ته وويل، په لومړيو کې يې يو ارمان دا و چې ښوونکى شي او معارف ته خدمت وکړي، نو اوس يې له همدې امله د خپل ژوند يوه لسيزه ښوونې او روزنې ته ځانګړې کړې ده.

نوموړي وويل: «کله چې زده‌کوونکی وم، له ښوونې او روزنې سره مې ډېره مينه وه؛ په ځانګړې توګه د معلمۍ په برخه کې، کله چې زده‌کړې مې پای ته ورسېدې، همدا لېوالتیا وه چې زه یې اړ کړم چې د امریت لپاره نوماند شم.»

د هغه په ​​وينا، په خپل ټاټوبي کې له پنځو کلونو تدریس وروسته، د ازادې سيالۍ له لارې په خدير ولسوالۍ کې د لېسې مدير په توګه وټاکل شو؛ له څلورو کلونو کار وروسته هغه اوس له دوو کلونو راهیسې د دایکنډي د مرکز نیلي د کتیجیک لېسې امر دی.

هغه وايي، په دغه کلونو کې له کوم ځنډ پرته د خپلو زده‌کوونکو پر تدريس بوخت و او د خپلو زده‌کوونکو او ښوونکو د ودې لپاره يې هېڅ ډول هڅې نه دي سپمولې.

نوموړی ټینګار کوي چې یوازینۍ موخه یې نجونو او هلکانو ته صادقانه خدمت کول وو؛ ځکه د هغه په ​​وينا، په دايکنډي کې د زده‌کوونکو لپاره لازمې اسانتياوې او امکانات برابر نه وو او دوى بايد له محدودو امکاناتو ډېره ګټه پورته کړې وای.

د هاشمي په وینا، د پلانونو او پروګرامونو په پلي کېدو سره د درسونو کیفیت څو برابره ښه کېږي. اوس هغه خوښ دی چې د زده‌کوونکو د ذهني او اخلاقي ودې په برخه کې یې خپل پلانونه پلي کړي دي.

هغه په ​​خپله اداره کې د ښوونکو کمښت یوه له ستونزو څخه ګڼي؛ خو وايي چې د خپلو ښوونکو په همغږۍ يې دا ستونزه په رضاکارانه ډول حل کړې ده.

نوموړی زیاتوي، یوې لسیزې سخت او ملا ماتوونکې فعالیت یې له هغه مسلکي ښوونکی او مدیر جوړ کړی چې په پوره ژمنتیا او ریښتینولۍ سره توانېدلی د زده‌کوونکو، د هغوی د والدینو او مسوولینو رضایت تر لاسه کړي.

هاشمي زياته کړه: «موږ د زده‌کوونکو پر وړاندې ځواب ویونکي یو، باید د هغوى د مور او پلار، ټولنې او اړوندو مسوولينو ځواب ویونکي واوسو، هڅه کوو چې د زده‌کوونکو له والدينو سره په اړیکه کې واوسو چې له نېکه‌مرغه په ​​دې برخه بريالي وو.»‎

هغه په ​​دې باور دی چې ټولې ستونزې د پوهاوي‎ او فرهنګي کچې ټیټوالي او د علم او پوهې له ګټو لرې‌والي او ناپوهۍ له امله دي. هغه له ټولو غواړي چې د خپلو ماشومانو د روزنې پر برخه کې هڅې وکړي.

دغه ښوونکی چې له ډېرې مودې راهیسې په دې برخه کې کار کوي؛ ټینګار وکړ چې په پیل کې یې د ټولنې د بچیانو خدمت لپاره مټې رانغاړلې وې او اوس هم ژمنه کوي چې په دې برخه کې به هېڅ ډول هڅې نه سپموي.

Visits: 30

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.