منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۳۹ غ.و
۹°صاف · ↑۱۸° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
آرشیف

2022

۷،۶۳۹ راپورونه

راپورونه

یو شمېر ښځې په بازار کې د نکریزو له ناسم کیفیته شکایت کوي

د اختر په ورځو کې پر نکریزو د لاسونو سره او ښکلي کول، د افغانانو یو هغه لرغونی دود دی چې په دې ورځو کې نجونې او ښځې پر خپلو لاسونو نکریزې پورې کوي او ځان ته د لا ډېرې نېکمرغۍ دعا کوي؛ دغه فرهنګ لا هم دوام لري، خو ځینې ښځې د تیارو جوړو شوو نکریزو له بې‌کیفیته کېدو شکایت کوي.

غړي

رئیس‌الوزرا: د اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې د بشري حقونو مراعاتولو ته ژمن او پابند یو

ئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند په خپله اختریزه وینا کې ویلي چې حکومت د اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې د بشري حقونو رعایتولو ته ژمن او پابند دی او له مخالفینو یې یو ځل بیا غوښتي څو له مخالفته لاس واخلي او خلک ارام ژوند ته پرېږدي.

غړي

مولوي هبت‌الله اخندزاده: له نړۍ سره د شریعت او ملت د ګټو په چوکاټ کې تعامل غواړو

د «اسلامي امارت» مشر شیخ هبت‌الله چې نن یې د اختر په مناسبت د کندهار عیدګاه جومات کې وینا کوله، وویل، له نړۍ او خلکو سره د شریعت او ملت د ګټو په رڼا کې تعامل غواړي او زیاته یې کړه چې د شریعت له احکامو هیڅکله نه تېرېږي.

غړي

حامد کرزی: سرپرست حکومت دې د نجونو له شپږم پورته ټولګي ژر تر ژره پرانیزي

کابل (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۱) پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوه پیغام کې هېوادوالو ته د لوی اختر مبارکي ورکولو ترڅنګ له سرپرست حکومته غوښتي چې د نجونو له شپږم پورته ټولګي ژر تر ژره پرانیزي. په یاد پیغام کې…

شېرین ګل: د اغزن سیم تېرېدو له امله اووه کاله کېږي د پلار کره نه یم تللې

د کونړ یوه اوسېدونکې شېرین ګل - چې په یو کلي کې یې د پلار او خسر کورونه پر ډیورنډ کرښه تېر شوي اغزن سیم بېل کړي - اووه کاله کېږي د خپلې پلارګنۍ کره نه ده تللې او له حکومته غواړي چې دوی دې بېرته سره یوځای کړي.

سرپل کې یو ځوان چې څلور کاله مخکې یې کوژده کړې، خو د «عیدي» برابرولو توان نه لري

د سرپل ولايت يو ځوان هذالدین چې څلور کاله مخکې يې کوژده کړې، وايي چې خسر يې پسه او اختری ترې غواړي؛ په داسې حال کې چې دی د خپل لګښت پوره کولو وسه نه لري، څه وار د دې شو چې خپلې کوژدنې ته عیدي وروړي.‎

په سعودي کې يو افغان حاجي مړ شوی

د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي چې ټول افغان زایرین منی ته رسېدلي، خو څو ورځې مخکې یو افغان حاجي د زړه د حملې له امله مړ شوی دی. د دغه وزارت…

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، تېرې څو میاشتې د افغانستان ختیځ کې لسګونه مشکوک وسله‌وال وژل شوي، خو حکومت یې ردوي

د بشري حقونو د څار نړۍوال سازمان ویلي چې د افغانستان په ختیځ کې له څو میاشتو راهیسې تر سل ډېر مشکوک وسله وال په صحرایي ډول اعدام او ورک شوي، خو د سرپرست حکومت…

نور راپورونه