ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غور په ښوونځیو کې د سلګونو غیرحاضرو ښوونکو پرځای د ازادې سیالۍ له لارې نوي ښوونکي وګومارل شول

د غور په ښوونځیو کې د سلګونو غیرحاضرو ښوونکو پرځای د ازادې سیالۍ له لارې نوي ښوونکي وګومارل شول

author avatar
1 Jan 2023 - 16:34
د غور په ښوونځیو کې د سلګونو غیرحاضرو ښوونکو پرځای د ازادې سیالۍ له لارې نوي ښوونکي وګومارل شول
author avatar
1 Jan 2023 - 16:34

فېروزکوه (پژواک، ۱۱ مرغومی ۱۴۰۱): د غور د پوهنې ریاست په داسې حال کې د تېر کال د دایمي غیرحاضرو ښوونکو پرځای د ۵۶۰ نوو ښوونکو د ګومارنې خبر ورکوي چې ځیني زده‌کوونکي او کورنۍ دغه اقدام ستايي او د ښوونکو د حاضرۍ د جدي څارنې غوښتنه کوي.

د غور د پوهنې ریاست مرستیال محمدحافظ صابري پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاد شمېر ښوونکي د دغه ولایت له ښار او ولسوالیو څخه وو.

هغه وویل: «د تېر یو کال په لړ کې د ښځو په ګډون ۵۶۰ ښوونکي چې د غیرحاضرۍ موده یې تر منفکۍ رسېدلې وه، پېژندل شوي او ټول د پوهنې له چوکاټه حذف شوي دي.»

هغه وویل، د غیرحاضرو ښوونکو ټول بستونه یې د ازادې سیالۍ له لارې ډک کړي او زیاته یې کړه: «څو میاشتې مخکې وتوانېدو چې د ازادې سیالۍ له لارې له نوو ښوونکو ازموینه واخلو چې دغه بهیر په بریالیتوب ترسره شو او په مختلفو بنسټونو کې مو ښوونکي وګومارل.»

د سرچینې په خبره، د یاد شمېر غيرحاضرو ښوونکو په لرې کولو او د نوو هغوی په ګومارلو سره به د غور ولایت په ښوونیزو بنسټونو کې تعلیمي سیسټم پیاوړی شي.

صابري وویل: «په ښوونیزو بنسټونو کې د نوو ښوونکو جذبول کولای شي له دې وروسته په دغو بنسټونو کې ښوونیز بهیر په ښه توګه ترسره شي او د دې خاورې بچیان به لا ښه زده‌کړه وکړي.»

هغه څرګنده کړه چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره په یاد ولایت کې هېڅ غیرحاضر ښوونکي ته معاش نه دی ورکړل شوی.

سرچینې زیاته کړه، پوهنې ریاست هڅه کوي څو وکولای شي له مرکزي او سیمه‌ییزو چارواکو سره په همغږۍ د دغه ولایت په لرو سیمو کې نور ښوونځي هم جوړ کړي څو ټولو ته د زده‌کړې زمینه برابره شي.

د غور د پوهنې ریاست مرستیال وویل، دغه ریاست په تېر یوه کال کې توانېدلی چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د ۳۵ ښوونځیو پر جوړولو سربېره، له ښوونیزو بنسټونو د ملاتړ په موخه د ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۲۵۰۰ د چټکو زده‌کړو ټولګي هم جوړ کړي.

نوموړي دغه‌راز زیاته کړه چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکنمېدو وروسته، دوی د دیني مدرسو او  دارالحفاظ‌ونو پیاوړتیا په برخه کې هم هڅې کړې دي.

هغه وویل: «موږ په فېروزکوه ښار او د دغه ولایت په ولسوالیو کې ۱۰۷ دیني مدرسې او ۴۰  دارالحفاظونه او دغه راز د ۱۰۰ کسانو په ظرفیت مو «جهادي» مدرسه او په پنځو ولسوالیو کې مو حمایوي ځایونه هم جوړ کړي دي.»

دا په داسې حال کې ده چې ځیني شاګردان او د هغوی کورنۍ د غیرحاضرو ښوونکو په اړه شکایت او د پوهنې ریاست له دغه اقدامه هرکلی کوي.

د غور په دولینه ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي د ۷ ټولګي زده‌کوونکی عبدالعزیز وايي چې د ښوونځي ډېری ښوونکو یې حاضرۍ ته پاملرنه نه کوله او نه یې کوي.

هغه زیاته کړه: «موږ تېر څو کلونه سم درس ونه وایه او ښه مو زده نه کړ، ځکه ښوونکي مو یوه ورځ راتلل، بله ورځ به په ټولګي کې نه وو، یا به یوه اوونۍ نه راتلل، موږ څو ځله د ښوونځي ادارې ته ورغلي یو، ویل یې ځئ لاړ شئ معلم مو راځي، هېڅ درس نه و.»

نوموړي د پوهنې ریاست له دغه اقدامه ستاینه وکړه او د ښوونکو د غیرحاضرۍ د دایمي حل هیله یې څرکنده کړه.

په ورته مهال، په فېروزکوه ښار کې یوه ښوونکې بي‌بي مروه هم ورته شکایت لري او د غور د پوهنې ریاست دغه اقدام یې وستایه.

هغې زیاته کړه: «که دې ستونزې ته پاملرنه ونه شي، لکه څرنګه چې په تېر حکومت کې پاملرنه نه کېده، موږ زده‌کوونکې بې سویې پاتې کېږو.»

دغه راز د یو زده‌کوونکي پلار خیرمحمد هم په ښوونځیو کې د غیابي ښوونکو د حذفولو له اقدامه ستاینه وکړه او د یاد ولایت د پوهنې له مسوولینو غواړي چې د دوی د اولادونو د ښې زده‌کړې لپاره هڅې وکړي.

نوموړی وايي چې د ښوونکو د حاضرۍ څارنه ډېره مهمه ده.

زده‌کوونکي او کورنۍ یې هم په ښوونځیو کې د کتابونو له کمښته شکایت کوي او د پوهنې له مسوولینو غواړي چې د دې ستونزې هواري ته هم پاملرنه وکړي.

کارپوهانو د غور د پوهنې ریاست له یاد اقدامه ستاینه وکړه.

په غور کې د ښوونې او روزنې یوه کارپوه محمدرفیق جویا پژواک ته وویل: «مخکې په ښوونځیو او مدرسو کې زیات ښوونکي موجود وو او معاش یې اخیست، خو ښوونځي ته به نه راتلل، ښوونیز سیسټم بشپړ له منځه تللی و، یوازې د ښار په مرکزونو کې به که درس و، په لرو پرتو سیمو کې درس نه و او معلمانو یوازې معاش اخیست.»

نوموړي زیاته کړه، د دغه ډول ستونزو د حل لپاره باید د درسونو او د ښوونکو له کاره جدي څارنه وشي.

سرچینه وايي: «دغه‌راز حکومت مسوولیت لري چې ټولو ته د زده‌کړې ښه امکانات برابر کړي؛ معیاري ټولګي جوړ کړي، د ښوونې ښه نصاب ولري، مسلکي ښوونکي وګومارل شي او د درسي کتابونو د کمښت ستونزه نه وي او په ښوونځیو کې دې درسي توکي او مجهر لابراتوارونه موجود وي.»

هغه هیله څرګنده کړه چې سرپرست حکومت د هېواد د ښوونیز نظام پیاوړتیا لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

Visits: 29

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.