کابل (پژواک، ۱۱ مرغومی ۱۴۰۱): د پژواک ټویټر سپېس “تناظر” ځیني ګډونوال وايي، اسلام تر دویم امر پورې هم د زدهکړو ځنډ له امله د زیانونو قبولیت نه مني؛ ځو ځیني وایي، حکومت د زدهکړو نه بلکې د اختلاط، تنګ لباس او بېپردګۍ مخالف دی او دا ستونزه باید حل شي.
دغهراز، د یاد بحث ځیني ګډونوال وایي، د افغانستان سرپرست حکومت هڅه کوي د ښځو حقونو د مسایلو له مخې په رسمیت وپېژندل شي او ځیني یې ټینګار کوي چې په موسسو کې د ښځو د کار او د نجونو د لوړو زدهکړو ځنډول د افغانستان د شاتګ لامل کېږي او باید نجونو ته د زدهکړو او ښځو ته د کار اجازه ورکړل شی.
سرپرست حکومت په تېرو لسو ورځو کې د دوو پرېکړو له مخې، تر دویم امر پورې د نجونو تحصیل او په نادولتي موسسو کې د ښځو کار کول وځنډول. دغه پرېکړه په ملي او نړۍواله کچه له غبرګونونه سره مخ شوه.
تېره شپه د افغانستان پر وخت د ماښام له پنځهنیمو تر اووهنیمو بجو د پژواک په تناظر خپرونه کې پر همدې موضوع بحث وشو. په دې خپرونه کې څلورو مېلمنو د موضوع په تړاو خبرې وکړې. دغه خپرونه ۲۰۹۷ کسانو په ژوندۍ بڼه واورېده.
زاهد: اسلام تر امر ثاني پورې هم د زدهکړو له امله د زیانونو قبولیت نه مني
د دیني علومو استاد او د تناظر خپرونې مېلمه دوکتور رحمتالله زاهد وویل: «هېڅوک نه شي کولی یو انسان له زدهکړو محروم کړي او که څوک دا پرېکړه کوي نو دا به نه یوازې د اسلامي تعلیماتو خلاف وي، بلکې له انساني حقونو څخه به هم سرغړونه وي.»
دی وايي، که تر امر ثاني پورې هم د زدهکړو ځنډ مسئله مطرح وي، نو زیانونه یې دومره زیات دي چې اسلام د دغو زیانونو قبولیت نه مني.
هغه زیاته کړه: «د تحصیل د ځنډ پرېکړه که د لږ وخت لپاره هم وي، زه یې درسته نه بولم؛ امارت دا مسوولیت لري چې هر څومره ژر کېږي د نجونو پر مخ د پوهنتونونو او ښوونځیو دروازې پرانیزي.»
زاهد زیاتوي: «غرب د ښځو د تعلیم او کار په اړه ښکاره اهداف لري، دا چې افغانستان کې شل کاله بهرنیان پاتې شوي او اثرات به یې هم وي، خو دا په دې معنا نه ده چې ټول سیستم ورسره وننګول شي، که کومې ستونزې وي هغه دې حل شي.»
د نوموړي په وینا، د افغانستان پوهنتونونو په چاپېریال کې د ټولې نړۍ له پوهنتونونو ډېر حجاب مراعات کېږي، خو ممکن ستونزه له حجاب څخه په تعبیرونو کې وي او دا مسئله په لږو امکاناتو حکومت د خپل مسوولیت له مخې حل کولای شي.
هغه وویل: «که د نصاب ستونزه یادېږي نو دا درست تحلیل نه دی، ځکه که یو نصاب د نجونو فکر خرابولی شي نو هغه د هلکانو هم خرابولی شي.»
زاهد وايي، د طالبانو محوه کول د حللاره نه ده، تعامل ورسره په کار دی؛ ځکه دوی حاکم دي، افغانستان باید نور د نظامونو له چپه کولو وساتو.
شبنم: طالبان غواړي چې د ښځو حقونو په موضوع پر رسمیت وپېژندل شي
د بشري حقونو کمېسیون مخکنۍ غړې شنبم صالحي وویل: «د طالبانو وروستۍ پرېکړه ښکاره بشري نقض او د خپلو هغو ژمنو په خلاف ده چې په دوحه کې یې کړې دي او په دې سره یې وښوده چې دوی بدل شوي نه دي.»
د دې په وینا، په افغانستان کې تر ۲۵ سلنه د کورنیو سرپرستي ښځو ته ور له غاړې ده، د کار پر ممنوعیت یې دغو کورنیو ته اقتصادي ضربه رسېږي.
هغې زیاته کړه: «دا چې د ښځو تحصیل او کار ځنډولو مسئله کلتور سره تړل کېږي، نو په ننګرهار، کندهار او نورو ولایتونو کې د خلکو اعتراضونو وښوده چې دا کلتوري مسئله نه ده، بلکې د طالبانو خپله سلیقه ده چې ښځو ته د فتنې په سترګه ګوري چې دا نه له دین سره تړلې خبره ده او نه د افغانستان له کلتور سره. »
د صالحي په وینا، په اوسني وخت کې تحصیل کول او خپلواک اوسېدل دومره لازمي دي لکه د ډوډۍ خوړل او دا اړتیا نشته چې د ډوډۍ خوړولو او اکسیجن اخیستو لپاره دې خلک یوې دیني صبغې پسې وګرځي.
شبنم صالحي چې په کابل پوهنتون کې یې لس کاله تدریس کړی وایي، هلته یې یوه داسې پېښه نه ده لیدلې چې حجاب نه وي مراعات شوی، خو زیاتوي که څوک وایي چې شته نو جرم فردي عمل دی.
هغه زیاتوي: «ولې د یو چا د جرم له امله ټوله ټولنه غرقه شي او که بهانې جوړېږي نو دا د حللاره نه ده؛ پخوا (د اسلامي امارت لومړۍ دوره کې) هم د امر ثاني موضوع نه وه حل شوې او نن بیا پر ثانوي زدهکړو د بندیز ۱۸ میاشتې کېږي خو شرایط نه دي برابر شوي.»
هغه د سرپرست حکومت وروستی تصمیم «سیاسي معامله» بولي، وایي چې حکومت غواړي د ښځو حقونو په موضوع پر رسمیت وپېژندل شي.
د نوموړې په باور، په افغانستان کې د ټولو ستونزو حل په یوه مشروع نظام پورې تړلی چې باید رامنځته شي.
اصولي: د وروستیو پرېکړو له امله افغانستان نور هم شاته ځي او له نړۍ سره یې اړیکې خرابېږي
په پخوانۍ ولسي جرګه کې د خوست خلکو استازي کمال ناصر اصولي وویل: «کلیوالو خلکو په ښارونو هجوم راوړی، غواړي چې ښاري ماحول د کلي له دوربین څخه وګوري. دوی د اسلام له مقدس دین، قران او حدیثونو څخه مختلف برداشتونو اخلي، ځیني د ښځو په اړه کلیوالي نظریات لري، ځیني نور بیا د خپلو جنګیالیو ساتنې په موخه دغه اقدامات کوي او داسې اشخاص هم شته چې په نړۍواله کچه د دغسې مسایلو له لارې غواړي له نړۍ پیسې واخلي.»
هغه وايي، پر یادې پرېکړې افغانستان نور هم شاته ځي، نړۍوال روابط خرابېږي او د رسمیت پېژندنې مسئله ځنډېږي، د اسلام مبارک دین بد معرفي کېږي، اقتصادي ستونزې لاپسې ډېرېږي او دغه لاره د تورتم پر خوا روانه ده.
هغه زیاته کړه، اوسني چارواکي نه شي کولی چې د افغانانو ژوند ور خراب کړي، ان په کورنیو مسایلو کې یې ګوتې ووهي، خو که دا حالت دوام مومي نو بالاخره خلک به یې پر وړاندې ودرېږي.
د اصولي په وینا، سرپرست حکومت دې په اجماع یو قانون رامنځته کړي؛ ځکه د حکومت دوام لپاره قانون مهم دی، څو خلک پر مسایلو سم وپوهول شي او په دیني مسایلو کې اختلافات هم له منځه لاړ شي؛ که نه نو د افغانستان راتلونکی به ډېر تیاره وي.
هغه زیاتوي: «طالبان باید ومنل شي، ځکه د دې ټولنې حقیقت دي، جوړښت دې ورسره وشي، طالبان هم باید موږ او نور ومني، یوه منځلاره په کار ده، تر څو د افغانستان اوسنۍ لانجه حل شي.»
وصیل: حکومت د زدهکړو نه بلکې د اختلاط، تنګ لباس او بې پردګۍ مخالف دی
لیکوال صبغتالله وصیل وویل چې په اسلام کې د عصري او فني علومو زده کولو په اړه متفاوت نظریات شته؛ هغه علوم چې د عقل او تجربې له لارې حاصلېږي او ورځ تر بلې د انکشاف په حال کې دي نو اړتیا ده چې انسانان هغه زده کړي څو خپلې اړتیاوې رفع کړي.
دی وايي: «د ښځو د تحصیل موضوع له تېرو سلو کلونو راهیسې په افغانستان کې جنجالي پاتې شوې، د اسلامي امارت دریځ په دې برخه کې نوی نه دی، بلکې پخوا هم داسې بندیزونه تېر شوي دي.»
هغه زیاته کړه، د ښځو کار او تحصیل مسئله بندیز نه ده، بلکې د نامساعدو شرایطو له مخې دا پرېکړه شوې ده.
وصیل زیاتوي: «د چارواکو له څرګندونو هم ښکاري چې دوی له اختلاط، تنګ لباس، تزیین او بې پردګۍ سره مخالف دي، خو دا چې دلته شل کاله اشغال پاتې شوی، له همدې امله یو ډول د فېمنیزم تاثیر موجود دی.»
د هغه په خبره، دا چې دلته د ښځو د مساوات موضوع وه نو دا د عقل خلاف ده، ځکه دا له ښځو سره زیاتی و، اسلام د ښځو کار ته د ضرورت په اندازه ګوري خو غرب یې د یوه اصل په توګه ویني.
نوموړي وویل، ستونزو ته باید ګډې حللارې ولټول شي، علمي بحث په کار ده او دا هم باید واضح شي چې هیڅوک د زدهکړو مخالف نه دی، خو په دې برخه کې امارت ډېر مکلفیت لري څو ښه شرایط برابر کړي.
دغهراز لیکوالې او شاعرې شفیقه خپلواک هم په بحث کې ګډون وکړ، ویې ویل: «که نن د افغانستان نجونې بې سواده پاتې شي، وروسته که هر څومره کوشش وشي دا وطن نه شي پایدلی، د دې هېواد بقا له نجونو سره تړلې ده.»
هغه وايي، کورنیو ته د بشري مرستو رسېدو لپاره په ټولنیزو چارو کې د ښځو ګډون ته اړتیا ده، ځکه نارینه نه شي کولی چې د ښځو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
Visits: 214
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن