ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خاص اروزګان ولسوالۍ خلک له حکومته خدمات غواړي

د خاص اروزګان ولسوالۍ خلک له حکومته خدمات غواړي

author avatar
8 Jan 2023 - 15:50
د خاص اروزګان ولسوالۍ خلک له حکومته خدمات غواړي
author avatar
8 Jan 2023 - 15:50

ترینکوټ (پژواک، ۱۸ مرغومی ۱۴۰۱): د اروزګان د خاص اروزګان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، کلونه کېږي چې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي او ورځ تر بلې یې د ژوند چارې سختېږي خو مسوولین ورته پام نه کوي.

خاص اروزګان ولسوالي د مرکز ترینکوټ ختیځ لوري ته په شاوخوا سل کیلومترۍ کې پرته ده چې په ژمي موسم کې یې ډېر مهال له مرکز سره لار هم تړل کېږي.

د یادې ولسوالۍ د متکزو سیمې یوه مخور معلم عبدالله خان پژواک خبري اژانس ته وویل، له دې ولسوالۍ مرکز ترینکوټ ته غځېدلې لار له تېرو درېیو لسیزو راهیسې خرابه ده او خلک په ډېر کړاو پرې تګ راتګ کوي.

هغه زیاته کړه، څو ځلې یې یادې ولسوالۍ ته له ورغلو چارواکو غوښتي چې له دغې ولسوالۍ مرکز ترینکوټ ته غځېدلې شاوخوا ۱۰۰ کیلومتره لار جوړه کړي خو چا ورته پام نه دی کړی.

نوموړی وايي، متوازن پرمختګ د دوی حق دی، چارواکي باید ټولو ولسوالیو ته یو شان پام وکړي.

د خاص اروزګان د بازار اوسېدونکی محمدعلي بیا د تېرو جګړو له امله د ویجاړو شوو دولتي ودانیو، کورونو او هټیو یادونه کوي چې د نږدې دوو کلونو په تېرېدو یې لا هم د رغولو لپاره اقدام نه دی شوی.

نوموړي پژواک اژانس ته وویل، د جګړو ویجاړیو د بازار بڼه بدرنګه کړې ده، چارواکو ته په کار ده چې د رغولو لپاره یې ګامونه واخلي.

د یادې ولسوالۍ بل اوسېدونکی سردارولي بیا له ناوړه اقتصادي وضعیته شکایت کوي او وايي، بشري مرستې ورسره نه کېږي او بېوزلۍ خلک اړ کړي چې مزدورۍ پسې له هېواده لاړ شي.

خو هغه وايي، دغه کسان بیا په لارو کې نیول کېږي، بندیانېږي او ان وژل کېږي.

نوموړي ولسوالۍ ته له ورغلو چارواکو وغوښتل چې د دوی د دغو او ګڼو نورو ستونزو د هواري غم وخوري.

د خاص اروزګان ولسوال مولوي امین هم وايي، دغه ولسوالي له هر ډول پرمختګه بې‌برخې پاتې ده.

نوموړی وايي، له مرکزي ادارې سره یې د دغې ولسوالۍ د لارې خرابولي، د جګړو له امله ویجاړو شوو ودانیو او د بشري مرستو نه رسېدو ستونزې شریکې کړې دي خو د حل لپاره یې عملي اقدام نه دی شوی.

د اروزګان والي مولوي محمد علي جان احمد چې د ملکي او نظامي چارواکو په ملتیا د خلکو ستونزو اورېدو په موخه خاص اروزګان ولسوالۍ ته سفر کړی و وویل، د خپل درې ورځني سفر په اوږدو کې یې له خلکو سره لیدلي او د هغوی ستونزې یې اورېدلې دي.

هغه وايي، له یادې ولسوالۍ مرکز ترینکوټ ته د غځېدلې لارې خرابولي، د جګړو له امله ویجاړو شوو ودانیو او د بشري مرستو نه رسېدو ستونزې له مشرتابه او رییس‌الوزراء سره شریکې کړې دي.

د نوموړي په خبره، دغه موضوعات له مرکز سره تعقیبوي څو د هواري لپاره یې عملي اقدام وشي.

والي وویل، نورو ولسوالیو ته هم د سفر پلان لري څو د خلکو ستونزې له نږدې واوري.

Visits: 180

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.