ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یونیسف د زابل له عامې روغتیا ریاست سره د درملو او روغتیايي وسایلو مرسته وکړه

یونیسف د زابل له عامې روغتیا ریاست سره د درملو او روغتیايي وسایلو مرسته وکړه

author avatar
9 Jan 2023 - 16:36
یونیسف د زابل له عامې روغتیا ریاست سره د درملو او روغتیايي وسایلو مرسته وکړه
author avatar
9 Jan 2023 - 16:36

کلات (پژواک، ۱۹ مرغومی ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق/ UNICEF د زابل له عامې روغتیا ریاست سره د موسمي ناروغیو کنټرول په موخه د ۲۵ قلمه درملو او روغتیايي وسایلو مرسته وکړه.
د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالحکیم حکیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، د هوا له سړېدو سره په دغه ولایت کې موسمي ناروغۍ ډېرې شوې وې چې دوی یې د مهارولو لپاره له یونیسف ادارې څخه د مرستې غوښتنه وکړه.
هغه زیاته کړه، یادې ادارې نن له عامې روغتیا ریاست سره د ۲۵ قلمه درملو او روغتیايي وسایلو مرسته وکړه چې ټولیز ارزښت یې ۱۹ زره ډالر دی.
نوموړی وايي، په مرسته شوو درملو او وسایلو کې بېلابېل انټي‌بیوټیک ګولۍ، شربت، پېچکارۍ، سېرومونه او نور شامل دي.
د هغه په خبره، دغه درمل او روغتیايي وسایل به د موسمي ناروغیو په کنټرول کې مهم رول ولري.
د زابل اوسېدونکي له عامې روغتیا ریاست سره د درملو او روغتیايي وسایلو پر مرسته خوښي ښيي او وايي، له دې مرستې سره به د روغتیايي مرکزونو د درملو اړتیا تر یوه وخته پوره شي.
د کلات ښار یوه اوسېدونکي پژواک خبري اژانس ته وویل، مرسته شوي درمل او وسایل دې د لرو سیمو روغتیايي مرکزونو ته ورکړل شي، ځکه ډېره اړتیا ورته لیدل کېږي.
نوموړی وايي، په دې وروستیو کې په یاد ولایت کې روغتیايي خدمات ښه شوي خو د لا ښه کېدو لپاره یې اړتیا ده چې نړۍوال روغتیايي بنسټونه دا ډول مرستې ډېرې کړي.
د زابل د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې، دا مهال د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۱۰۰ ګرځنده او ثابت روغتیايي مرکزونه شته چې په میاشتنۍ کچه له ۱۰۰ زرو د ډېرو ناروغانو درملنه کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.