ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سوداګرۍ وزارت: تېرو ۱۵ میاشتو کې ۱۵۰ بهرنیو پانګه‌والو جوازونه ترلاسه کړي

د سوداګرۍ وزارت: تېرو ۱۵ میاشتو کې ۱۵۰ بهرنیو پانګه‌والو جوازونه ترلاسه کړي

author avatar
15 Jan 2023 - 13:28
د سوداګرۍ وزارت: تېرو ۱۵ میاشتو کې ۱۵۰ بهرنیو پانګه‌والو جوازونه ترلاسه کړي
author avatar
15 Jan 2023 - 13:28

کابل (پژواک، ۲۵ مرغومی ۱۴۰۱): د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وایي، په تېرو ۱۵ میاشتو کې ۱۵۰ بهرنیو پانګه‌والو افغانستان کې د پانګونې جوازونه ترلاسه کړي او ځينو یې عملاً خپل کارونه هم پیل کړي دي.

د حکومت د رسنیو مرکز اړوند پاڼې نن د صنعت او سوداګرۍ وزارت له قوله په یوه خپاره کړي  راپور  کې لیکلي چې دغه پانګه‌وال د بېلابېلو هېوادونو لکه امریکا، چین، بریتانیا، کاناډا، پولنډ، هالنډ، پاکستان، ایران، تاجکستان، اربکستان او ځیني یې د خلیج هېوادونو دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام اخندزاده ویلي چې ځينو دغو پانګه‌والو عملاً خپل کارونه پیل کړي دي.

په راپور کې راغلي چې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو په هېواد کې له بهرنۍ پانګونې د هرکلي ترڅنګ ویلي، افغانستان ډېرې بهرنۍ پانګونې ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د افغانستان سرپرست حکومت د امو سیند د تېلو استخراج قرارداد له یوه چینایي شرکت سره لاسلیک کړ چې ویل کېږي د دغه تړون له مخې او د استخراج کارونو په پیلېدو سره به ۳۰۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

Visits: 31

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.