ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې یو شمېر کورنۍ د څښاک پاکو اوبو له نشتوالي شکایت لري

بدخشان کې یو شمېر کورنۍ د څښاک پاکو اوبو له نشتوالي شکایت لري

author avatar
15 Jan 2023 - 16:58
بدخشان کې یو شمېر کورنۍ د څښاک پاکو اوبو له نشتوالي شکایت لري
author avatar
15 Jan 2023 - 16:58

فیض‌اباد (پژواک، ۲۵ مرغومی ۱۴۰۱): د بدخشان مرکز فيض‌اباد ښار د اوومې ناحيې او د دغه ښار په يو شمېر نورو سيمو کې ځینې کورنۍ د څښاک پاکو اوبو له نشتوالي شکايت کوي او وايي، د څښاک اوبه چې د هوا په سړېدو سره به په وقفه‌يي ډول په کلیو کې راتلې، د یخبندان له امله بندې شوې دي.

۴۰ کلن نقیب‌الله د فیض‌اباد د اوومې ناحیې اوسېدونکی د څښاک پاکو اوبو نشتوالي له امله اندېښنه څرګندوي او وايي، د څښاک اوبه چې په وقفه‌يي ډول په کلیو کې راتلې له څلورو ورځو راهیسې د یخبندان له امله بندې شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، د دوی د سیمې په څلور کیلومترۍ کې یوه بمبه‌یي څاه شته او د فیض‌اباد اوومې ناحیې اړوند «چهار مسجد بتاش» سیمې سلګونو کورنیو له دې څاه څخه د څښاک لپاره لږې اوبه راوړي چې د دوی د اوبو اړتیا نه شي پوره کولای.

د فيض‌اباد ښار لومړۍ ناحيې اوسېدونکی عبدالفهيم سعيدي هم د څښاک پاکو اوبو له نشتوالي شکايت کوي او وايي، د څښاک اوبو بندېدو له امله اړ دي چې د کوکچې سیند له غیر صحي او د واورې له اوبو استفاده وکړي او وېره لري چې خپله او د کورنۍ غړي یې پر خطرناکو او مزمنو ناروغیو اخته نه شي.

هغه له سرپرست حکومته غواړي چې د هوا تر ګرمېدو پورې د فيض‌اباد ښار په بېلابېلو سيمو کې مېشتو زرګونو کورنيو ته د ټانکرونو په وسیله د څښاک اوبه برابرې کړي، څو په ټولنه کې د خطرناکو او ساري ناروغيو خپرېدو مخه ونيول شي.

په ورته وخت کې، د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي هم په دغه ولایت کې سړه هوا بې‌سارې بولي او مني چې د فیض‌اباد ښار خلک د څښاک پاکو اوبو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

هغه زياته کړه، روان وضعيت او سړه هوا د بدخشان خلک ډېر ځوروي او د دغه ولايت له خلکو يې وغوښتل چې له بې‌وزلو او اړو خلکو سره مرسته وکړي.

خو نوموړي د ټانکرونو په وسیله د څښاک اوبو وېش په اړه څه ونه ویل.

Visits: 27

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.