ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېرو جګړو کې د فراه په بالابلوک کې ۲۳۵۰ کورونه ویجاړ او یا تخریب شوي

تېرو جګړو کې د فراه په بالابلوک کې ۲۳۵۰ کورونه ویجاړ او یا تخریب شوي

author avatar
1 Feb 2023 - 13:53
تېرو جګړو کې د فراه په بالابلوک کې ۲۳۵۰ کورونه ویجاړ او یا تخریب شوي
author avatar
1 Feb 2023 - 13:53

فراه (پژواک، ۱۲ سلواغه ۱۴۰۱): د فراه مسوولین وايي، د تېرو جګړو پر مهال د دغه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې ۹۵۰ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ او ۱۴۰۰ نور تخریب شوي دي.

سرچینه وايي، په تېرو لسو میاشتو کې د ۴۶۳ زره ۲۲۴ امریکايي ډالرو په لګښت له دې جملې ۳۲ کورونه له سره جوړ او ۴۶۲ نور ترمیم شوي دي.

د یاد ولایت طبيعي پېښو ته د رسېدو رییس ملا اسراییل یاسر پژواک اژانس ته وویل: «په تېرو جګړو کې په بالابلوک کې د اوچا په مالي ملاتړ د تېرو لسو میاشتو په اوږدو کې ۳۲ کورونه له سره جوړ شوي او ۴۶۲ ترمیم شوي دي.»

نوموړي زیاته کړه، پر ټولو رغول شوو او ترمیم شوو کورونو ۴۶۳۲۲۴ امریکايي ډالر لګښت راغلی چې د اوچا یا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې له خوا ورکړل شوی دی.

یاسر دغه‌راز وویل، په نږدې راتلونکي کې به په بالابلوک کې د دوه زره نورو کورونو د رغولو او ترمیم چارې هم پيل شي.

هغه وویل: «په مجموع کې په بالابلوک ولسوالۍ کې ۹۵۰ کورونه مکمل ویجاړ شوي دي او ۱۴۰۰ نور تخریب دي.»

بلخوا، د يادې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي هم له حکومته غواړي چې په تېرو جګړو کې د دوی د ویجاړ شوو کورونو په بېرته رغولو کې دې ورسره مرسته وکړي.

د يادې ولسوالۍ د کنسک کلي اوسېدونکي عبدالمنان پژواک ته وویل: «تېر شل کلن جنګ له موږ هرڅه اخیستي، ډېری کلیوال مو نورو ولسوالیو يا فراه ښار ته کډه شوي او د وران شوو کورونو د بېرته رغولو توان نه لري.»

د عبدالحمید په نوم یو بل کس وويل، کور يې د کندهار- هرات سړک پر غاړه دی او د تېرو جګړو پر مهال په بشپړ ډول ویجاړ شوی دی.

هغه زیاته کړه، له حکومت او مرستندویه ادارو يې غوښتنه دا ده چې د وران شوي کور په بېرته رغولو کې دې ورسره مرسته وکړي.

د یادونې ده، د تېرې شل کلنې جګړې له امله د هېواد په نږدې ټولو سیمو کې خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي چې بېرته جبرانول به يې کلونه وخت ونیسي.

Visits: 112

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.