ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یو شمېر ناروغان د هرات حوزوي روغتون کې د ښځینه ډاکټرانو او امکاناتو له کموالي شکایت کوي

یو شمېر ناروغان د هرات حوزوي روغتون کې د ښځینه ډاکټرانو او امکاناتو له کموالي شکایت کوي

author avatar
2 Feb 2023 - 17:16
یو شمېر ناروغان د هرات حوزوي روغتون کې د ښځینه ډاکټرانو او امکاناتو له کموالي شکایت کوي
author avatar
2 Feb 2023 - 17:16

هرات (پژواک، ۱۳ سلواغه ۱۴۰۱): د هرات ولايت يو شمېر ښځې د دغه ولايت په حوزوي روغتون کې د ښځينه ډاکټرانو او روغتيايي امکاناتو له کموالي شکايت کوي او وايي، په دې برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي، خو بل‌خوا چارواکي د دغو ستونزو پر هواري ټينګار کوي.

د هرات په حوزوي روغتون کې د یوه ناروغ پایوازه سامعه وايي، له څه مودې راهيسې یې په دغه روغتون کې ناروغ بستر دی، په روغتون کې د ښځينه ډاکټرانو او امکاناتو کموالی د دې لامل شوى څو خپل ناروغان له دغه ځایه خصوصي روغتیايي مرکزونو ته ولېږدوي.

سامعې له پژواک سره خبرو کې وويل چې د هرات حوزوي روغتون ته ۹۰ سلنه مراجعین بېوزلي دي چې اقتصادي وضعيت يې ډېر د اندېښنې وړ دى او سيمه‌ييزه اداره بايد د هغوی لپاره د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو کې جدي پاملرنه وکړي.

نوموړې څرګنده کړه چې ښځينه ناروغان ښځينه ډاکټر ته اړتيا لري او د ښځو ډېرې ناروغۍ له نارينه ډاکټر سره نه شي شریکېدای.

د هغه په ​​وينا، خلک مجبور دي د دغو ستونزو هواري لپاره خصوصي روغتيايي مرکزونو ته ولاړ شي.

د هرات حوزوي روغتون چې د لوېدیځې حوزې د ټولو ناروغانو لپاره مناسب بستر دی، اوس مهال د نارینه او ښځینه برخو په ګډون ۶۵۰ بسترونه لري.

د دغه روغتون يوې داخله ناروغې تورپيکي له پژواک سره خبرو کې وويل، په دغه روغتون کې يې يوازې معاينه شوې؛ خو درمل او نور معاینات یې له روغتونه بهر کړي دي.

هغه زياتوي، اقتصادي وضعیت يې ښه نه دى، که اړتيا يې نه واى نو هیڅ دلته نه راتله او د درملنې لپاره شخصي روغتونونو تله.

په ورته مهال، د دغه ولایت د یوه خصوصي روغتون یو متخصص ډاکټر امام‌الدین محمودي وايي چې په خصوصي او دولتي روغتونونو کې د امکاناتو نشتوالی د دې لامل شوی چې ډېری ناروغان له هېواده بهر ولاړ شي.

له بلې خوا، د هرات حوزوي روغتون سرطبیب، ډاکټر محمدعارف جلالي په دې اړه وايي، د دغه ولایت د ۶۵۰ بستریز روغتون د ټولو ډاګټرانو په تشکیل کې ۳۰ سلنه یې ښځینه دي او اوس د یاد روغتون ظرفیت له ۶۵۰ بسترونو څخه زرو ته لوړ شوی دی.

هغه زیاته کړه چې سره له دې هم د ښځینه ډاکټرانو لپاره نور بستونه په پام کې نیول شوي دي.

جلالي زياته کړه، په تېرو څو ورځو کې يې د ښځينه او نارينه ګڼ شمېر بستونه د ناروغانو او مراجعينو د ستونزو هواري په موخه اعلان کړي او ازموينه یې اخیستې ده.

نوموړي دغه راز زیاته کړه، د دغه روغتون نور خالي بستونه به هم ډېر ژر د ازاد رقابت له لارې اعلان وسپارل شي او له ځايي ادارې او عامې روغتیا وزارت سره په همغږۍ د خدمتونو وړاندې کولو کې د اسانتیاوو برابرول او د یاد روغتون اړتیاوې پوره کول یې لومړیتوب کې دي.

خو د هرات د اوسېدونکو په باور، د یاد ولايت په روغتونونو کې د ښځينه ډاکټرانو کمښت د ښځينه ناروغانو يوه له لويو ستونزو ده او حکومت یې بايد د هواري په برخه کې ژر تر ژره کوټلي ګامونه واخلي.

د يادونې ده، د هېواد په لوېديځ کې د هرات حوزوي روغتون يو له سترو روغتيايي مرکزونو شمېرل کېږي چې د دغه ولايت پر ناروغانو سربېره د ګاونډيو ولايتونو لکه فراه، غور او بادغيس ناروغان هم ورته مراجعه کوي.

Visits: 109

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.