ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې د شپږ میلیون ډالرو په لګښت جوړ شوي مسلخ فعالیت پیل کړ

بلخ کې د شپږ میلیون ډالرو په لګښت جوړ شوي مسلخ فعالیت پیل کړ

author avatar
3 Feb 2023 - 15:15
بلخ کې د شپږ میلیون ډالرو په لګښت جوړ شوي مسلخ فعالیت پیل کړ
author avatar
3 Feb 2023 - 15:15

مزارشریف (پژواک، ۱۴ سلواغه، ۱۴۰۱): د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د شپږ میلیون امریکایي ډالرو په لګښت معیاري مسلخ جوړ او ګټې اخیستنې وسپارل شو.

د دغه مسلخ مسوول نصرت‌الله یوسفزی وایي، د یاد مسلخ جوړولو چارې د اسیا پراختیایي بانک په شپږ میلیون ډالر مالي لګښت په ۲۰۱۸ کال کې بشپړې شوې وې خو د ځینو ستونزو له امله یې تر دې دمه پرانیسته نه وه شوې.

یوسفزی زیاتوي، دغه مسلخ پر ۲۵ جریب ځمکه جوړ شوی چې په ۲۴ ساعتونو کې د ۳۵۰۰ کوچنیو او ۶۰۰ لویو څارویو حلالولو وړتیا لري.

چارواکي وایي چې په دغه مسلخ کې دا مهال ۳۲۰ کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاوالله عمري د دغه مسلخ پرانیستې په مراسمو کې وویل چې له دې لارې به خلکو ته ډاډمنه صحي غوښه وړاندې کېږي.

د هغه په وینا، په هېواد کې ډېری څاروي په غیرمعیاري ډول حلالېږی چې له امله یې ګڼې ناروغۍ له څارویو انسانانو ته انتقالېږي چې د هېوادوالو د مړینې لامل هم کېدای شي.

د مزارشریف ښاروال مولوي نقیب‌الله طارق وایي، دغه مسلخ په معیاري ډول جوړ شوی دی.

هغه وایي، دغه مسلخ د مزار ښاروالۍ، د بلخ کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست او د دغه ولایت د استخباراتو ریاست تر کنټرول او نظارت لاندې فعالیت کوي او له دې وروسته به د بلخ اوسېدونکي له دغه مسلخه د څارویو معیاري او صحي غوښې ترلاسه کوي.

Visits: 93

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.