ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شمال کې تېر یو کال ۸۰ قصابان د کانګو ناروغۍ له امله مړه شوي

شمال کې تېر یو کال ۸۰ قصابان د کانګو ناروغۍ له امله مړه شوي

author avatar
3 Feb 2023 - 15:59
شمال کې تېر یو کال ۸۰ قصابان د کانګو ناروغۍ له امله مړه شوي
author avatar
3 Feb 2023 - 15:59

مزارشریف (پژواک، ۱۴ سلواغه، ۱۴۰۱): د کرنې سرپرست وزیر وایي، چې له تېر یو کال راهیسې په ټول هېواد کې ۴۵۰۰۰ څاروي پر کانګو ناروغۍ اخته شوي او یوازې د هېواد په شمال کې ۸۰ قصابان د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزیر مولوي عطاوالله عمري په بلخ کې د یوه مسلخ د پرانیستې په غونډه کې د یادو څرګندونو ترڅنګ وویل چې یاد ۸۰ تنه د هېواد په نهو شمالي ولایتونو کې مړه شوي دي.

هغه د یادو قصابانو د مړینې لامل په غیر معیاري توګه د څارویو ذبح کول ګڼي او وایي، چې ډېری قصابان د څارویو په ذبح کولو کې اړین شرایط په پام کې نه نیسي.

عمري دغه راز وایي، چې په مسلخونو کې څاروي لومړی قرنطین کېږي، معاینه کېږي او بیا یې په معیاري توګه له ذبح کولو وروسته غوښې بازار ته عرضه کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې نن د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د شپږ میلیون امریکایي ډالرو په لګښت معیاري مسلخ جوړ او ګټې اخیستنې وسپارل شو

Visits: 171

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.