سرپل (پژواک، ۱۹ سلواغه ۱۴۰۱): د سرپل د پوهنې مسوولین وایي، د دغه ولایت د پوهنې ریاست په تشکیلاتو کې د ښوونکو او اداري کارکوونکو ۷۱۸ نوي بستونه ور زیات شوي چې په ګومارلو سره به یې د پوهنې د اداري کارکوونکو او ښوونکو د کمښت ستونزه ۶۰ سلنه هواره شي.

د سرپل د پوهنې رییس مولوي محمد رحماني پژواک اژانس ته وویل: «د پوهنې وزارت پرون د سرپل د پوهنې ریاست په تشکیلاتو کې د اداري کارکوونکو او ښوونکو ۷۱۸ ډېر کړي دي.»

هغه وویل، ۲۳۴ بستونه د اسلامي تعلیماتو او ۴۸۴ بستونه د عمومي تعلیماتو اړوند دي او ډېر ژر به له هغو کسانو ازموینه و اخیستل شي چې دغه بستونو ته یې نوملیکنه کړې ده.

نوموړي زیاته کړه، یادو بستونو ته د اداري کارکوونکو او ښوونکو په ګومارلو سره به د سرپل د پوهنې ریاست د اداري کارمندانو او ښوونکو د کمښت ستونزه ۶۰ سلنه هواره شي.

د سرپل د پوهنې رییس په خبره، اوسمهال په پوهنې ریاست کې ۳۰۰۰ ښوونکي او کارکوونکي د ۴۰۰ زره زدهکوونکو پر خدمت او ښوونې بوخت دي.