منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۳۲ غ.و
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۷° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

پروان کې ترافيکې پېښې له امله اته تنه ټپیان شول

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۶۷ کتنې · تازه شوی

چاريکار (پژواک، ۲۲ سلواغه ۱۴۰۱): د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله اته تنه  ټپيان شول.

دپروان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند محمد کامران زید پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه د بګرام ولسوالۍ په قلعه خواجه سیمه کې رامنځته شوه.

د ده په وينا، یاده پیښه هغه مهال رامنځته شوه چې سراچه ډوله موټر د سړک پر غاړه ولاړې پر سکرو ډبرو بار لارۍ سره ټکر وکړ.

هغه وويل چې د پېښې ټپيان د سیمې روغتون ته لېږدول شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې