منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۳۸ غ.و
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

اروپا ته قاچاقي تلونکي ۱۸ افغانان یوه لارۍ کې مړه موندل شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۴۲ کتنې · تازه شوی

اټلانټا (پژواک، ۲۹ سلواغه ۱۴۰۱): اروپا ته قاچاقي تلونکي ۱۸ افغانان د بلغاریا هېواد په مربوطاتو کې په یو لارۍ موټر کې مړه شوي دي.

د بلغاریای بي‌اېن‌ار راډیو د ځایي چارواکو په حواله خبر ورکړی چې په لاره کې ټول ۴۰ افغان کډوال سپاره وو چې له ډلې یې ۱۸ مړه شوي دي.

بلخوا فرانس پرېس خبري اژانس د بلغاریا کورنیو چارو وزارت له قوله لیکلي چې یاد موټر کې تر لرګیو لاندې شاوخوا ۴۰ کډوال په ناقانونه ډول لېږدول کېدل.

د راپورونو له مخې، دا په بلغاریا کې د انساني قاچاق یوه له خونړیو پېښو شمېرل کېږي. د بالکان دغه هېواد د خپلو پولو په اوږدو کې د ناقانونه تګ راتګ له زیاتېدو سره مخ دی.

سرچینو زیاته کړې، ځایي خلکو پولیسو ته خبر ورکړ، وروسته پولیسو د بلغاریا پلازمېنې صوفیا شمال ختیځ په ۲۰ کیلومترۍ کې د لوکورسکو کلي ته نږدې یوه لارۍ ومونده چې چلوونکی یې تښتېدلی و.

تر اوسه د دغو کډوالو  مړه کېدو لامل نه دی په ډاګه شوی خو د بلغاریا د روغتیا وزیر اسین میدجیدیف خبریالانو ته ویلي: «زه په ډاډ سره نه شم ویلای چې څه پېښ شوي؛ د اکسېجن کمښت موجود و، د دوی بدنونه ساړه او لانده وو او یقیناً دوی د څو ورځو لپاره څه نه وو خوړلي.»

هغه زياته کړه، په لارۍ کې ۱۴ کسان ژوندي موندل شوي چې د اتو کسانو روغتیایي حالت خراب و او روغتون ته وړل شوي دي.

میدجیدیف وویل، نور لس کسان په نږدې بوټو کې پټ وموندل شول او هغوی هم د معاینې لپاره روغتون ته یووړل شول.

بلغاریایي مقامات وایي، د هغو قاچاقبرانو موندلو لټه یې پیل کړې چې یاده لارۍ یې چلوله.

د اروپايي اتحادیې غړی هېواد بلغاریا چې اروپایي ټولنې ته د ننوتلو دروازې په توګه کارول کېږي، د خپل امنیت ټینګولو هڅه کوي چې له پولې یې د مخ په ډېرېدونکو کسانو تېرېدو مخه ونیسي.

دغه هېواد د خپل ۲۳۴ کیلومتره پولې کنټرول ډېر کړی او اغزن سیم پرې لګول شوی دی، د پولې زیاته برخه یې له ترکیې سره ده.

د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت شمېرې ښیي چې سرحدي پولیسو په ۲۰۲۲ کې له سرحده د تېرېدو ۱۶۴ زره "غیر منظمې" هڅې شنډې کړې؛ دا غیرقانوني هڅې په ۲۰۲۱ کې ۵۵ زره وې.

د دې لپاره اتریش او هالنډ د شینګن په نوم د اروپایي ټولنې ترمنځ د پولې په ازاد زون کې د بلغاریا شاملېدو لپاره د صوفیا غوښتنه ځنډولې ده.

صوفیا له اروپايي اتحادیې د دوه میلیارد یورو غوښتنه کړې څو د پولې کنټرول پیاوړی او څارنه قوي کړي، خو بروکسل تر دې دمه د دغو پیسو له ورکولو انکار کړی دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې