ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرکټ بورډ: د افغانستان او اماراتو ترمنځ د نننۍ لوبې ټکټونه وړیا دي

کرکټ بورډ: د افغانستان او اماراتو ترمنځ د نننۍ لوبې ټکټونه وړیا دي

author avatar
18 Feb 2023 - 15:14
کرکټ بورډ: د افغانستان او اماراتو ترمنځ د نننۍ لوبې ټکټونه وړیا دي
author avatar
18 Feb 2023 - 15:14

کابل (پژواک، ۲۹ سلواغه ۱۴۰۱): د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د افغان کرکټ ملي لوبډلې مینه‌وال کولای شي چې د افغانستان او اماراتو ترمنځ دویمه شل اووریزه لوبه په وړیا توګه په لوبغالي کې له نږدې وګوري.

دغه لوبه د افغانستان په وخت نن ماښام شپږنیمې بجې د متحده عربي اماراتو د ابوظبي ښار په شېخ زاید نړۍوال لوبغالي کې کېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ نن په خپله فېسبوک‌پاڼه کې لیکلي، په متحده عربي اماراتو کې د افغان لوبډلې ټول مینه‌وال کولای شي لوبغالي ته راشي او د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د روانې لوبلړۍ دویمه لوبه وړیا ننداره کړي.

د افغانستان او اماراتو ترمنځ د درېیو شل اووریزو لوبو لړۍ د روانې فبرورۍ میاشتې په ۱۶مه پیل شوې چې د همدې میاشتې په ۱۹مه نېټه به پای ته ورسېږي.

Views: 207

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.