ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات ښار کې د ترافیکي څراغونو نه فعالیت له امله بې‌نظمي ډېره شوې ده

هرات ښار کې د ترافیکي څراغونو نه فعالیت له امله بې‌نظمي ډېره شوې ده

author avatar
22 Feb 2023 - 15:38
هرات ښار کې د ترافیکي څراغونو نه فعالیت له امله بې‌نظمي ډېره شوې ده
author avatar
22 Feb 2023 - 15:38

هرات (پژواک، ۳ کب ۱۴۰۱): د هرات ښار ځيني اوسېدونکي او موټرچلوونکي شکایت کوي چې په څلورلارو کې ترافیکي څراغونه او نښې غېرفعال دي او له امله یې دوی له ترافیکي ستونزو سره مخ دي.

سره له دې چې له کابل وروسته د هرات ولایت ډېر نقلیه وسایط لري، خو دغه وسایط په هرات ښار کې له ترافیکي څراغونو او نښو پرته تګ راتګ کوي او دا چاره د ښار د بې‌نظمۍ، ترافیکي پېښو او د موټرچلوونکو او خلکو د اذیت لامل شوې.

د هرات یوه اوسېدونکي ممتاز احمد پژواک اژانس ته وویل، د ترافیکي څراغونو نه فعالیت په ښار کې د بې‌نظمۍ او ترافیکي پېښو لامل ګرځي.

نوموړي زیاته کړه چې د ترافیکي څراغونو فعالول او د بې‌نظمیو مخنیوی د حکومت او رعایتول یې د ملت دنده ده.

د هغه په خبره، په دې برخه کې د حکومت او ملت ترمنځ باید بشپړه همغږي موجوده وي.

په یاد ولایت کې یو ښاري موټرچلوونکی محمدخان هم وایي، په لارو کې د ګڼې ګوڼې له امله تګ راتګ ورته ستونزمن شوی دی.

هغه له پژواک سره په خبرو کې وویل، د ترافیکي څراغونو فعالول ښاري نظم، د ګڼې ګوڼې او ترافیکي پېښو په مخنیوي کې مرسته کوي او یو اړین کار دي.

په ورته وخت کې، یو بل ټکسي چلوونکی غلام حضرت زیاتوي چې د ترافیکي څراغونو نه فعالیت هغه خلک هم له ستونزو سره مخ کړي دي چې د سړک له یوې غاړې بلې ته تېرېږي او ډېرې ترافیکي پېښې رامنځته کوي.

نوموړی زیاتوي چې د ترافیکي څراغونو په فعالولو سره به په ښار کې نظم ښه شي.

بلخوا، د هرات ولایت د ترافیکو عمومي مدیریت مسوولین وایي چې د ترافیکي څراغونو ترمیمول د دغه ولایت د ښاروالۍ ریاست او د دوی د مدیریت مسوولیت دی.

د هرات ولایت د ترافیکو عمومي مدیر ذبیح‌الله اکبري په څلورلارو کې د ترافیکي څراغونو فعالول مهم بولي او وایي، د ترافیکي څراغونو په فعالېدو سره په پېښو کې هم کموالی راځي.

اکبري زیاتوي، په دې وروستیو کې د هرات ښاروالۍ ریاست د دوی له مدیریت سره په همغږۍ د ترافیکي څراغونو فعالولو پروګرام تر کار لاندې نیولی او ټاکل شوې چې په لومړي سر کې د ښار څلور هغه ځایونه تر پوښښ لاندې ونیسي چې ډېره ګڼه ګوڼه لري، څو په دغه ځایونو کې ترافیکي څراغونه بېرته ترمیم او فعال شي.

د هرات د ترافیکو مدیریت همداراز څرګنده کړه چې د موټرچلوونکو د بې‌احتیاطۍ له امله په دغه ولایت کې ترافیکي پېښې ډېرې شوې او دغه مدیریت د نورو څراغونو د فعالولو پلان هم لري.

اکبري زیاته کړه چې د ترافیکي څراغونو په فعالېدو سره به ترافیکي پېښې له ۳۰ تر ۴۰ سلنې کمې شي.

په ورته وخت کې، د هرات  ښاروالۍ ریاست ویاند ناصر ارمل هم د هرات ښار په څو داسې ځایونو کې چې ګڼه ګوڼه پکې زیاته ده، د ترافیکي څراغونو د بیا فعالولو د عملي کار پیلېدو خبر ورکوي.

هغه څرګنده کړه، د ترافیکي څراغونو مخکنی سیستم کلاسیک و او اوس د ښاروالۍ ریاست تخنیکي ټیم د ترافیکو له مدیریت سره په تفاهم دغه څراغونه راټول کړي او پر ځای یې نوی سیستم جوړېږي.

د هغه په خبره، دغه پروګرام د ښاروالۍ له لومړیتوبونو څخه دی، په لومړي ګام کې به په هغو ځایونو کې نصب شي چې ډېره ګڼه ګوڼه لري.

هغه وویل، پر دې چارې په ټولیز ډول دوه میلیون افغانۍ لګښت راځي.

د یادونې ده، په هرات ښار کې له ۹۲ ډېرې څلورلارې شته چې له دې ډلې یوازې په ۱۵ ځایونو کې ترافیکي څراغونه نصب شوي او اوسمهال هغه هم غېرفعال دي.

Visits: 35

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.