کابل (پژواک، ۴ کب ۱۴۰۱): د افغانستان مرکزي بانک د کب په ۶مه ۱۵ میلیون ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.
دغه بانک نن )د کب ۴مه( په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي: «د افغانستان بانک غواړي چې د ۱۴۴۴ کال د شعبانالمعظم میاشتې په ۴مه (۱۴۰۱/۱۲/۰۶) د شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر ۱۵ میلیون امریکايي ډالرو پورې د لیلام په ډول وپلوري.»
یاد بانک له ټولو سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو چې پر شرایطو برابر وي، غوښتنه کوي څو په دې داوطلبۍ کې برخه واخلي.
د افغانستان بانک لیکلي، د داوطلبۍ ګټونکي دې خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.
سرچینه زیاتوي، د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي او د داوطلبۍ ګټونکي به د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغدي ډول په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.
د یادونې ده، د افغانستان بانک د روان ۱۴۰۱ لمریز کال له پیله تر اوسه پورې څه باندې ۸۰۳ میلیون امریکايي ډالر لیلام کړي څو د افغانیو ارزښت ثابت وساتي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










