ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ رنګ‌مالان: په دې وروستيو کې مو کارونه په ټپه ولاړ دي

د بلخ رنګ‌مالان: په دې وروستيو کې مو کارونه په ټپه ولاړ دي

author avatar
28 Feb 2023 - 15:03
د بلخ رنګ‌مالان: په دې وروستيو کې مو کارونه په ټپه ولاړ دي
author avatar
28 Feb 2023 - 15:03

مزارشریف (پژواک، ۹ کب ۱۴۰۱): د بلخ يو شمېر رنګ‌مالان وایي، پخوا د نوي کال په رسېدو سره به یې کارونه ډېرېدل خو سږ کال په ټپه ولاړ دي.

دوی زیاتوي چې د بلخ سیمه‌ییز حکومت به هر کال د نوي کال په رسېدو سره چوکونه، د سړک غاړې کټارې، شخصي او دولتي ودانۍ رنګولې او دوی ته به کاري فرصتونه پیدا کېدل، خو سږ کال دا چارې نه ترسره کېږي.

د دغه رنګمالانو له ډلې سيف‌الدين پژواک اژانس ته وويل، هره ورځ د مزار ښاروالۍ چوک ته د کار موندلو په تمه راځي خو له څو میاشتو راهیسې هیڅ کار ورته نه دی پیدا شوی.

هغه چې ځان تکړه رنګمال بولي وایي، په تېرو کلونو کې به نه وزګارېده او هره ورځ به پر کار بوخت و، خو سږ کال هیڅ کاروبار نشته.

نوموړی وایي: «په تېرو کلونو کې به د نوي کال په رارسېدو سره حکومتي او خصوصي ملکیتونه، چوکونه او کټارې رنګېدلې چې زموږ کار به ورسره ښه و، خو سږ کال دا شيان نشته دي.»

د احمد په نوم یو بل رنګمال هم وایي چې له رنګمالۍ پرته یې بل کار زده نه دی خو په دې برخه کې ورته هیڅ کار نه پیدا کېږي.

هغه وایي، سږ کال خلک بې‌وسه دي او حکومت هم د تېر په څېر د ښار ښکلا ته چندان پاملرنه نه کوي چې له امله د دوى کارونه پیکه شوي دي.

دل اغا یو بل رنګمال هم ورته څرګندونې کوي او وایي، د نوي کال په رسېدو سره به له هرې خوا ورسره اړیکې نیول کېدې او کار ته غوښتل کېده، خو اوس د ښاروالۍ چوک ته په دې تمه راځي چې کار پیدا کړي خو ماښام ناهیلی کور ته ستنېږي.

بلخوا په مزارشریف کې رنګ پلورونکي هم وایي چې د تېرو کلونو په پرتله د رنګ د پلور بازار کمرنګه شوی دی.

يو رنګ پلورونکى حاجي فضل وایي، په تېرو کلونو کې او په ځانګړي توګه د نوي کال په را رسېدو سره به بازار ښه و خو سږ کال رنګ هیڅ بازار نه لري.

په ورته مهال، د مزارشریف ښاروال مولوي نقیب‌الله طارق وایي چې ښاروالي د کال په اوږدو کې د ښار ښکلا او پاکوالي ته پاملرنه کوي خو د نوي کال لپاره کوم ځانګړى چمتووالی نه لري.

مزارشریف ښار په تېرو کلونو کې د نوي کال په رسېدو به د زرګونو کورنیو او بهرنیو مېلمنو کوربه و، خو د سرپرست حکومت له واکمنېدو وروسته د نوي کال نمانځلو لپاره هیڅ دول تدابیر نه نیول کېږي.

Visits: 212

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.