ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

۱۶ کلنه بدخشۍ او د قران حافظه وسینا له حکومته د نجونو ښوونځیو بېرته پرانیستلو غوښتنه کوي

۱۶ کلنه بدخشۍ او د قران حافظه وسینا له حکومته د نجونو ښوونځیو بېرته پرانیستلو غوښتنه کوي

author avatar
1 Mar 2023 - 11:45
۱۶ کلنه بدخشۍ او د قران حافظه وسینا له حکومته د نجونو ښوونځیو بېرته پرانیستلو غوښتنه کوي
author avatar
1 Mar 2023 - 11:45

فیض‌اباد (پژواک،۱۰ کب ۱۴۰۱ ): د بدخشان ولایت اوسېدونکې ۱۶ کلنه وسینا چې د خپل ښوونځي له لومړي تر لسم ټولګي اول نمره وه او د قران‌کریم حافظه هم ده، د اسلامي امارت له رهبرۍ غواړي چې په نوي ښوونیز کال کې د ټولو نجونو پرمخ د ښوونځيو دروازې پرانیزي.

هغه چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو له تړل کېدو وروسته اوس د فاتحې او ختم په مراسمو کې د قران‌کريم تلاوت کوي، په نوي ښوونیز کال کې د ښوونځیو بېرته پرانیستل کېدو ته هیله‌منه ده.

د یادونې ده، د اوسني سرپرست حکومت له واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو منع شوې او همداراز د روان کال له لېندۍ میاشتې راهیسې د نجونو لوړې زده‌کړې هم تر دویم امر پورې ځنډول شوې دي.

که څه هم د سرپرست حکومت چارواکو په وار وار ویلي چې د خوندي تعلیمي او تحصیلي چاپېریال په برابرېدو سره به نجونو ته اجازه ورکړل شي چې ښوونځیو او پوهنتونو ته ولاړې شي؛ خو لا هم روښانه نه ده چې نجونې به کله له خپل دغه حق څخه برخمنې شي.

۱۶ کلنه بدخشۍ وسینا چې مخکې د بدخشان د جرم ولسوالۍ د «نسوان مرکزی لېسې» د لسم ټولګي زده‌کوونکې وه، د ښوونځیو تړل کېدو ته اندېښمنه ده، خو هیله څرګندوي چې یوه ورځ به ددې او نورو نجونو دغه اندېښنې پای مومي.

د وسينا په وينا، د ښوونځي په لس کلنه موده کې د ټولګي اول نمره وه او د ښوونځي د درسونو ترڅنګ يې د قران‌کريم ٣٠ سپارې په تجويد سره زده‌ کړې او د قران‌کريم حافظه هم ده.

هغه چې د خپلې کورنۍ دویم اولاد ده او د کور په کارونو کې له خپلې مور سره همکاري کوي وايي، پلار یې بزګر دی او مور یې په «نسوان مرکزی لېسه» کې ښوونکې ده.

وسینا په دې هیله چې یوه ورځ به د نجونو ښوونځي بېرته پرانیستل شي، په فارغ وخت کې خپل درسونه تکراروي.

دغه هڅانده نجلۍ لیک او لوست د انسان له پیدایښت وروسته د خدای ج دویم نعمت بولي او وایي: «کله چې د نجونو ښوونځي زموږ پر مخ وتړل شول، ګټور کارونه مې وکړل او نه مې غوښتل چې په داسې حالت کې پاتې شم چې د نجونو د پرمختګ مخه نیسي.»

هغه چې د خونې په یوه کونج کې ناسته وه او د ریاضي پوښتنې یې حل کولې، وویل: «خدایه ته مې هیله لرم، لکه څنګه چې زموږ په هېواد کې سوله راغله، هرومرو داسې ورځ به هم راشي چې زموږ ښوونځي به پرانیستل شي او موږ نجونې به د نورو اسلامي هېوادونو د نجونو په څېر د زده‌کړو اجازه ولرو.»

وسینا د خپلو خبرو په دوام کې زیاتوي: «غوښتل مې د لېسې دورې له پای ته رسېدو وروسته په یوه دولتي پوهنتون کې خپلې زده‌کړې ترسره کړم او د خپلې ټولنې او هېواد ښځو ته چې لسیزې یې ستونزې او دردونه ګاللي، مرحم شم؛ هیله‌منده یم چې دا هیله مې پر حقیقت بدله شې، د اسلامي امارت مسوولین دې زموږ د تعلیم حق دی نه سلبوي.»

نوموړې د دې لپاره چې وکولای شي له اقتصادي اړخه له خپلې کورنۍ سره مرسته وکړي، د خیاطۍ په یوه کورس کې ځان شامله کړې څو خیاطي زده کړي.

وسینا د دې ترڅنګ چې ښه مهارتونه لري د قران‌کریم حافظه هم ده، د ختم او فاتحې په ځینو مراسمو کې ګډون او قران‌کریم تلاوت کوي.

هغې وویل: «اسلامي امارت د حجاب، اسلامي ارزښتونو او شرعي قوانینو په رعایت سره د ښوونځي دروازې موږ ته خلاصې کړي، څو وکولای شو په راتلونکي کې د خپل هېواد، ټولنې او خلکو لپاره د خدمت مصدر شو او د خپل ۴۳ کلن جنګ‌ځپلي هېواد لپاره د ټپونو مرحم واوسو.»

هغې د افغانستان د ښوونځیو نجونو یونیفورم ته په اشارې وویل: «د جمهوریت په وخت کې هم زموږ یونیفورم تور او سپین رنګه حجاب و، هیڅ یوه نجلۍ بې حجابه نشو راتلای او له حجاب پرته به ښوونځي اجازه نه ورکوله او هغه به یې ایستله.»

وسینا د خپلو خبرو په پای کې یو ځل بیا د اسلامي امارت له رهبرۍ وغوښتل: «په راتلونکي نوي ښوونیز کال کې موږ ته د زده‌کړو اجازه راکړئ څو خپل دین، هېواد او خلکو ته د خدمت جوګه شو.»

دا یوازې وسینا نه ده چې په را روان ښوونیز کال کې د ښوونځیو د خلاصېدو غوښتنه لري، د بدخشان د فیض‌اباد ښار یوه بله اوسېدونکې زلیخا هم وایي: «له هغې ورځې چې زموږ ښوونځي تړل شوي تر ننه دقیقې شمارم چې کله به موږ ته ښوونځي ته د تلو اجازه راکول کېږي.»

هغه چې د فیض‌اباد ښار د یوه ښوونځي زده‌کوونکې وه ویې ویل: «له لومړي تر دوولسم ټولګي اول نومره وم او له ځان سره مې قسم کړی چې ډاکټره شم، په پوهنتون کې هم اول نومره واوسم څو په راتلونکي کې د نورو ښځو خدمتګذاره شم.»

زلیخا هم د اسلامي امارت له رهبرۍ وغوښتل چې په نوي ښوونیز کال کې د هېواد نجونو ته ښه پیغام ورکړي او د پوهنتون او ښوونځیو دروازې دې د هغوی پر مخ خلاصې کړي.

دغه ځوانه نجلۍ خپل وزګار وخت د ښوونځي درسونو پر لوستلو تېروي او تر ډېره د دیني کتابونو له لوستلو سره لېوالتیا لري.

په ورته وخت کې، ۲۶ کلنه حسنا چې ۷ کاله وړاندې یې د لیسانس دورې سند یې د کابل د ښوونې او روزنې له پوهنتونه ترلاسه کړی وايي، د علم زده‌کړه پر نر او ښځه فرض ده او که په ټولنه کې لوستې ښځې موجودې وي، ټولنې ته به لوستي او وړ اولادونه وړاندې کړي.

هغه د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازو تړلي پاتې کېدل د توجیه وړ نه بولي او وايي، د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازو تړل کېدل نه یوازې چې کومه ګټه نه لري، بلکې د هېواد د پرمختګ پر وړاندې خنډ ګرځېدلى او دا مهال کېدای شي دغه نجونې له رواني ستونزو سره سره مخ شي.

هغې په ​​ټينګار سره وويل: «پر ورځنيو علومو او تخنيکونو د نوي نسل په ځانګړې توګه د نجونو پوهول ‎نه يوازې د ټولنې د پرمختګ او پر ځان بسیاینې لامل ګرځي، بلکې ملي او اسلامي ارزښتونه هم پياوړي کوي.»

هغه زیاتوي، د هېواد په ډېری برخو کې لا هم داسې کسان شته چې غیرت یې اجازه نه ورکوي څو خپلې مېرمنې او لوڼې چې پر نسايي ولادي، جلدي، داخله ناروغیو، د غاښونو درد او نورو ناروغیو اخته وي، د درملنې لپاره نارینه ډاکتر ته بوزي چې دا چاره ډېری مهال د ښځینه ناروغانو د مړینې لامل هم شوې ده.

هغه هم له اسلامي امارته غواړي چې د هلکانو او نجونو د ګډو ټولګیو په مخنیوي، د اسلامي حجاب رعایتولو او پر ښوونیز نصاب له بیاکتنې سره د نجونو د ښوونځیو دروازې پرانیزي او د ټولنې یوه لویه برخه د علم او پوهې له نعمته بې‌برخې نه کړي.

په بدخشان کې د ټولنيزو چارو یو کارپوه نصيراحمد تابش وايي: «د پوهنې د دروازو تړل کېدل به پر فرهنګي، ښوونيزو، بنسټيزو او اقتصادي برخو منفي اغېز وکړي او هیله‌من یو چې د ښوونځيو او مدرسو دروازې بېرته د نجونو پر مخ پرانیستل شي.»

هغه زیاتوي، څه باندې یو کال کېږي چې د ښوونځیو دروازې د زده‌کوونکو پر مخ تړل شوې چې له یوې خوا یې د زده‌کوونکو رواني وضعیت ته زیان اړولی او له بلې خوا د نجونو ښوونځیو تړل کېدو له امله به په روغتیایي، ښونې او روزنې او نورو برخو کې ښځینه متخصصین د پام وړ کم شي چې په راتلونکي کې به یې جبران کول ستونزمن وي.

نوموړی وايي، نجونې هم د ټولنې د نورو غړو په څېر لویې هیلې لري چې ښوونځیو ته لاړې شي، پوهنتون ته ولاړې شي او لوړې زده‌کړې وکړي او يوه ورځ د افغانستان په وروسته پاتې ټولنه کې تر خپل توانه خدمت وکړي او که وضعیت همدا ډول دوام وکړي، نو ‎له راتلونکو ۲۰ کلونو په کمه موده کې به د روغتیا او پوهنې سکتورونه سخت زیانمن شي.

هغه له اسلامي امارته غواړي‎ چې د اسلامي او کلتوري ارزښتونو په پامنیوي سره د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.

د بدخشان د پوهنې رياست د نشراتو رييس محمدنادر نادري وويل، د ولايت په کچه د دولسم ټولګي ازموينه د پوهنې وزارت د متحدالمال مکتوب له مخې له نجونو واخيستل شوه.

خو هغه زياتوي، تر اوسه د نجونو د ښوونځيو بېرته پرانیستلو په تړاو دوى ته کومه لارښوونه نه ده شوې او کله چې د نجونو د ښوونځيو د پرانيستلو په اړه متحدالمال مکتوب ورته ورسېږي، نو په دغه ولایت کې د نجونو د زده‌کړو په برخه کې کومه ستونزه نشته.

Visits: 245

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.