کندهار (پژواک، ۱۰ کب ۱۴۰۱): د کندهار د ظاهرشاهي کانال -چې پر «لویه ویاله» هم مشهور دی او د دغه ولایت د اوو ولسوالیو کرنیزې ځمکې او باغونه خړوبوي- پاکولو چارې نن د کب په ۱۰مه پیل شوې.

یاد کانال چې له ارغنداب سیند څخه بېل شوی، ۱۶ کاله مخکې پاک شوی و خو له هغه وروسته له رسوباتو او جغلو ډک شوی و او اوبه یې په ښه ډول نه تېرولې.

اوس تازه د یاد کانال پاکولو چارې بیا پيل شوې چې په کندهار کې د بېړنیو خدماتو په نوم جوړې شوې کمېټې له خوا پر مخ وړل کېږي.

د ارغنداب د سیندیزې حوزې یوه انجنیر محمدالله یعقوبي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه کانال چې له ارغنداب سیند څخه بېل شوی، د دغه سیند درېيمه برخه اوبه په کې تېرېږي، خو دا چې له رسوباتو ډک شوی و، لږې اوبه په کې تېرېدلې.

د هغه په خبره، د یاد کانال په وسیله د ارغنداب په ګډون د ۷ ولسوالیو ۱۵۰ زره جریبه کرنیزې ځمکې او باغونه خړوبېږي.

نوموړي زیاته کړه: «د دې ویالې له پاکېدو سره به په ثانیه کې له ۲۵ څخه تر ۳۰ متره مکعبه اوبه په ویاله کې لاړې شي خو مخکې دا اندازه ډېره لږ وه، ځکه له رسوباتو ډکه شوې وه.»

د هغه په وینا، د کانال پاکولو چارې د یوې کمېټې له لوري پر مخ وړل کېږي چې د بېړنیو خدماتو په نوم د اسلامي امارت له خوا جوړه شوې ده.

نوموړي په دې اړه معلومات ور نه کړل چې د یاد کانال پر پاکولو څومره لګښت راځي او په څومره وخت کې به یې چارې بشپړې شي، خو ویې ویل چې د کانال د پاکولو چارې د مشینرۍ په وسیله تر سره کېږي څو ژر بشپړې شي.

د کندهار اوسېدونکي او کروندګر خوښ دي چې د پسرلي موسم له پیلېدو وړاندې د دغه مهم کانال د پاکولو چارې پیل شوې.

د ارغنداب ولسوالۍ یو کروندګر نانی په دې اړه وایي: «دا خو د ځمکو لپار ډېره ګټه رسوي، اوبه ډېرېږي او ژر ځمکو ته رسېږي، موږ په دغه کار ډېر خوشحاله یو.»

د کندهار یو بل اوسېدونکی عصمتالله هم وایي، دا چې د ویالې د پاکولو چارې تر سره کېږي، دوی ډېر ورته خوشحاله دي.

د هغه په خبره، مخکې به یې ځمکو ته په کافي اندازه اوبه نه رسېدلې خو اوس به وکولای شي چې د دې ویالې له اوبو پوره ګټه واخلي.

ظاهرشاهي کانال ته څېرمه یو شمېر کسانو څاهګانې او ژورې برمې هم کېندلې چې په دې وروستیو کې اوبه ډېرې کښته شوې دي.

یاد کانال ته د ورڅېرمه کرنیزو ځمکو کروندګر وايي، ښه خبره دا ده چې په کانال کې د اوبو له زیاتېدو سره به تر ځمکې لاندې اوبه راپورته شي.

ظاهر شاهي کانال ته د ورڅېرمه ځمکو یو کروندګر اغا محمد په دې اړه وايي: «زموږ د څاهګانو او برمو اوبه ډېرې کښته شوې دي، خو اوس چې ویاله پاکېږي موږ ډېر خوشحاله یو، ځکه چې اوبه به ورسره راپورته شي.»

ظاهر شاهي کانال چې د ارغنداب ولسوالۍ له سر څخه پيل شوی، له کندهار ښار وروسته په دامان ولسوالۍ کې تېرېږي او په ډنډ ولسوالۍ کې پای ته رسېږي.

یاد کانال ۷۹ کیلومتره اوږدوالی او ۴ متره ژوروالی لري چې په ۱۹۵۲ زېږدیز کال کې د محمد ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال د یوې امریکايي کمپنۍ «مورینس نوډیسن» له لوري جوړ شوی دی.