کابل (پژواک، ۱۲ کب ۱۴۰۱): د امریکا متحده ایالتونو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه راتلونکې اونۍ له افغانستانه د خپلو ځواکونو وتلو بهیر په اړه څېړنه پیلوي.
د امریکایي رسنیو د راپور له مخې، یادې کمېټې د روانې کب میاشتې په ۱۷مه هغو دوو ډلو ته د سپیناوي لپاره بلنه ورکړې چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې یې له افغانستانه د تخلیې پر مهال ځانګړې الوتنې کړې دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو بهیر په اړه څېړنې د دې جرګې د یوه غړي مایکل مککول په مشرۍ پیلېږي.
د افغانستان تېر حکومت د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه وپرځېد او ځای یې اوسني سرپرست حکومت ونیو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن