ژبه

کونړ کې د موټر چپه کېدو پېښه کې څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

قزافی مل

۱۴ کب ۱۴۰۱ - ۱۷:۱۶

۱۳۰ کتنې

اسعداباد (پژواک، ۱۴ کب ۱۴۰۱): د کونړ د غازي‌اباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې نن د یوه موټر چپه کېدو له امله درې کسان مړه شوي او یو ماشوم ټپي دی.

په مړو کې یوه ښځه او دوه ماشومان شامل دي.

د کونړ د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول فرید دهقان پژواک خبري اژانس ته وویل، یاده پېښه نن شاوخوا ۱۱ بجې د غازي‌اباد ولسوالۍ اړوند هیلګل درې په کموټي سیمه کې د یوه ویکسار موټر د چپه کېدو له امله شوې ده.

هغه زیاته کړه، په موټر کې ټول سپاره کسان د یوې کورنۍ غړي وو چې یوه مېرمن او دوه ماشومان مړه شوي او یو ماشوم ټپي دی.