ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غور یوه زده‌کوونکې لیدا: د ښوونځیو له بېرته پرانیستل کېدو بل هیڅ خبر راته هیله‌بښونکی نه دی

د غور یوه زده‌کوونکې لیدا: د ښوونځیو له بېرته پرانیستل کېدو بل هیڅ خبر راته هیله‌بښونکی نه دی

author avatar
5 Mar 2023 - 17:13
د غور یوه زده‌کوونکې لیدا: د ښوونځیو له بېرته پرانیستل کېدو بل هیڅ خبر راته هیله‌بښونکی نه دی
author avatar
5 Mar 2023 - 17:13

فېروزکوه (پژواک، ۱۴ کب ۱۴۰۱): په غور ولایت کې د ښوونځیو له شپږم ټولګي پورته نجونو یو شمېر کورنۍ وايي، د نوي کال په نږدې کېدو سره یې د لوڼو رواني ګډوډۍ ډېرې شوې او له اسلامي امارته غواړي چې په ۱۴۰۲ کال کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.

د یادولو ده چې د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه په افغانستان کې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره له شپږم ټولګي ‎پورته ټولګیو زده‌کوونکې ښوونځيو ته له تلو منع شوې او د روان کال په لېندۍ میاشت کې په پوهنتونونو کې د نجونو د زده‌کړو لړۍ هم تر «دویم امر» پورې وځنډول شوه.

که څه هم د سرپرست حکومت چارواکو په وار وار ویلي چې د خوندي تعلیمي چاپېریال په برابرېدو سره به نجونو ته ښوونځیو او پوهنتونونو ته د تګ اجازه ورکړل شي، خو لا هم څرګنده نه ده چې نجونې به کله خپل دغه حق ته لاسرسی مومي.

د نجونو پر مخ د ښوونځيو تړل کېدل د زده‌کوونکو او د هغوی د کورنيو د اندېښنې لامل شوی او تل يې له سرپرست حکومته غوښتي چې د دوى دغه اندېښنې پای ته ورسوي او له شپږم ټولګي پورته نجونو لپاره د ښوونځیو دروازې بېرته پرانيزي.

والدین: د ښوونځیو دروازو تړل کېدل زموږ اولادونه له روحي او رواني نارغیو سره مخ کړي دي.

د فېروزکوه ښار اوسېدونکي جمال‌الدين پژواک خبري اژانس ته وويل، لور يې په اتم ټولګي کې وه، د ښوونځي په اته کلنه دوره کې اول‌نمره وه او ډېره هڅه یې کوله چې د اول نومره‌ګانو په کتار کې وي.

د هغه په خبره، لور يې هوښياره، زیارکښه او نوښتګره وه، خو د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازو په تړل کېدو سره به تل اندېښمنه ​​وه، اوس داسې حالت ته رسېدلې چې ډېر وخت ژاړي او د خپلې کورنۍ له هر غړي پوښتي چې ایا د نوي ښوونیز کال په پیل سره به د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي او کنه؟

نوموړی وايي، که څه هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو له تړل کېدو وروسته یې خپله لور په مدرسه کې هم شامله کړې، خو د هغې خپګان ورځ تر بلې زياتېږي.

جمال‌الدین د دیني علومو ترڅنګ د نجونو لپاره د عصري علومو زده‌کړه هم یوه اساسي اړتیا بولي او وايي: «له اسلامي امارته زما او نورو پلرونو ‎غوښتنه دا ده چې د نوي هجري کال له پیل سره د هرې دورې نجونو لپاره که په ښوونځیو یا پوهنتون کې وي، د زده‌کړې اجازه ورکړي؛ ځکه چې د ښوونځيو د دروازو تړل کېدو زموږ اولادونه له روحي او رواني ناروغیو سره مخ کړي دي.»

په ورته مهال، په فېروزکوه ښار کې د يوولسم ټولګي د يوې زده‌کوونکې مور، عيدماه هم ورته شکايت لري او وايي، د نجونو پر مخ د ښوونځيو د دروازو تړل کېدل د دې لامل شوی چې لور یې له روحي اندېښنو سره مخ شي او خپل ډېر وخت په اندېښنو او غوسه کې تېروي.

د هغې په وینا، لور یې د قران حافظه ده، شپږ کاله وړاندې د ښوونځي د درسونو ترڅنګ مدرسې ته هم تلله، قران کریم یې حفظ کړ او ترڅنګ یې د ټولګي اول نمره وه.

نوموړې وویل، لور یې تل هڅه کوله چې د کانکور اول نمره هم واوسي، په نسایي ولادي برخه کې زده‌کړې وکړي او د خپل هېواد ښځو ته د خدمت جوګه شي.

دغه مور چې د خپلې لور روغتیا ته اندېښمنه ده زیاتوي: «که په راتلونکي کال کې ښوونځي خلاص نه شي، د لور روغتیا به مې لا خرابه شي، بیخي حیران یو چې څه وکړو.»

هغه هم له سرپرست حکومته غواړي چې د ښوونځیو دروازې دې د نجونو پر مخ پرانیزي.

زده‌کوونکې: هیله لرو چې نوی ۱۴۰۲ تعلیمي کال زموږ د هیلو پوره کېدو (د ښوونځیو پرانیستلو) کال وي.

راضیه امیري د سلطان راضیه غوري لېسې د لسم ټولګي زده‌کوونکې ده. هغه چې د ډاکټرې کېدلو هیله لري وایي، د سرپرست حکومت د مسوولینو له لوري د وضع شوو محدودیتونو له امله ناهیلې شوې ده.

د هغې په وینا، د هرې ورځې په تېرېدو سره یې اندېښنې زیاتېږي، ان څو ورځې وړاندې یې کورنۍ رواني ډاکټر ته بیولې وه او اوس تر درملنې لاندې ده.

نوموړې زیاته کړه: «د ښوونځیو تړل کېدل او له زده‌کړو او درسونو څخه لرې‌والي مې پر روح او روان منفي اغېز کړی دی، حوصله راته نه ده پاتې او ډېر تر فشار لاندې یم، هیڅ څه مې نه خوښېږي، تر دې حده چې کورنۍ مې اړ شوه څو ډاکتر ته مې بوځي.»

هغه د خپل ژور خفګان او رواني ګډوډۍ لامل د ښوونځیو نه پرانیستل بولي او د سرپرست حکومت له مسوولینو غواړي چې د هېواد نجونو ته ژر تر ژره د ښوونې او روزنې زمینه برابره کړي.

راضیې زیاته کړه: «کله چې زموږ ښوونځي پرانیستي وو پر خپلو زده‌کړو بوختې وو، هیله مې درلودله چې ډاکټره شم، خو نه پوهېږم دې هیلې ته به مې ورسېږم که نه؟»

هغې هیله‌مندي وښودله چې په راتلونکي ۱۴۰۲ کال کې د ښوونیزو او تحصیلي مرکزونو دروازې د ټولو نجونو پر مخ پرانیستل شي او د نورو اسلامي هېوادونو د نجونو په څېر افغانو نجونو ته هم د پرمختګ زمینه برابره شي.

همداراز لیدا یوه له هغو زده‌کوونکو ده چې هره ثانیه د ښوونځیو د درسونو پیلیدو خبر په تمه ده، د هغې په وینا، د ښوونځیو د بیا پرانیستلو د خبر په اندازه بل هیڅ خبر ورته هیله بښوونکی او خوندور نه دی.

هغه چې د سلطان راضیه غوري لېسې د لسم ټولګي زده‌کوونکې ده، خپلو کتابونو ته یې چې په المارۍ کې ایښي وو په اشارې وویل: «باور وکړئ په دغو دوو کلونو کې چې په کور کې ومه هر کله به مې چې خپلو کتابونو او کتابچو ته کتل، د اوښکو مخه مې نشو نیولای، اخر ولې یوه افغانه نجلۍ درس ونشې لوستی او پرمختګ ونکړي، زموږ ګناه څه ده؟»

لیدا چې روحي حالت یې ښه نه و او هره لحظه به غریو نیولې وه ویې ویل: «له کله چې زموږ د ښوونځي دروازې وتړل شوې زما کورنۍ زما د کوژدې تصمیم ونیو، خو زه غواړم چې درس ووایم او یوه تحصیل کړې مېرمن و اوسم، خو زما د کورنۍ تصمیم او د ښوونځیو تړل شوو دروازو زه خپلې راتلونکې ته  ناهیلې کړې یم .»

هغه وایي، څو ځلې یې د ځان‌وژنې پرېکړه وکړه، خو له دې امله چې دا کړنه په اسلام مبارک دین کې حرام دی له دغه کاره یې ډډه کړې ده.

لیدا هم په نوي ښوونیز کال کې د نجونو د ښوونځیو پرانیستلو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه: «هیله لرم چې د ۱۴۰۲ ښوونیز کال زموږ هیلو ته د رسېدو کال وي، د نجونو پر مخ د ښوونځيو پرانیستلو کال وي.»

د رواني ناروغیو کارپوه: د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې تړلې پاتې کېدل کولای شي هغوی ته رواني اختلالات پیدا کړي.

په غور کې د روان درملنې متخصص ډاکټر عبدالاحمد نوري وایي، د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازو بند پاتې کېدل، د ځينو نجونو پر روح او روان ناوړه اغېزه کړې او ځينې یې سختې زیانمنې کړې دي.

نوموړي پژواک ته وویل: «د ورځې له ۱۵ تر ۲۵ نجونې، ښځې ماشومان چې پر رواني اختلالاتو اخته دي موږ ته مراجعه کوي، د ډېرو اختلالاتي ناروغانو درملنه پر درملو نه کېږي، دا ډول ناروغان په رواني مشورو سره او دغه راز د هغو د ذهنیت په تغییرولو سره یوه لار ده چې کولای شي د دغو ډول ناروغانو په ښه کېدو کې مرسته وکړي.»

هغه وایي، د هغه په ناروغانو کې نجونې هم شته چې د ښوونځيو د بندېدو له امله ناروغې او پر رواني ستونزو اخته شوې دي.

نوموړي د دې ترڅنګ چې کورنیو ته سپارښتنه وکړه چې خپلې لوڼې پر ځينو تفریحي، ذهني او داسې نورو چارو بوختې کړي څو رواني ستونزې یې کمې شي، له اسلامي امارته هم غوښتنه وکړه چې د نجونو پر مخ دې د ښوونځيو دروازې پرانیزي.

په غور کې د پژواک خبري اژانس خبریال هڅه وکړه چې په نوي ښوونیز کال کې د ښوونځيو پرانیستلو په اړه د کورنیو غوښتنو ته د مسوولینو ځواب هم له ځان سره ولري، خو و نه توانېد.

Visits: 127

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.