ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې دوه زره کاله پخواني اثار موندل شوي

بغلان کې دوه زره کاله پخواني اثار موندل شوي

author avatar
11 Mar 2023 - 14:18
بغلان کې دوه زره کاله پخواني اثار موندل شوي
author avatar
11 Mar 2023 - 14:18

پلخمري (پژواک، ٢٠ کب ١۴٠١): د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په جلګې ولسوالۍ کې شاوخوا دوه زره کاله پخواني اثار موندل شوي دي.

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ريیس مولوي مصطفی هاشمي نن (د کب ٢٠مه) پژواک اژانس ته  وويل، وړمه ورځ په جلګې ولسوالۍ کې د سړک جوړولو پر مهال له يوې تپې څخه ٧٥ سکې او يوه کوزه موندل شوې چې شاوخوا دوه زره کاله لرغونتوب لري.

هغه وويل، له موندل شوو اثارو داسې معلومېږي چې د دغه ولايت په نورو سيمو کې هم تاريخي اثار شته چې بايد ساتنه یې وشي.

نوموړی زياتوي، په تېرو کلونو کې د بغلان ولایت په ځینو سیمو کې لرغوني ځایونه کېندل شوي خو اوس خوندي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د یاد ولايت سرخ کوتل، شمرق، چم‌کلا او قرغان تپه هغه تاريخي سيمې دي چې کېندنې پکې شوې دي.

دغه‌راز د بغلان د والي د دفتر رييس مولوي لعل‌جان وويل، په دغه ولايت کې لرغونې سيمې خوندي دي خو د لا خونديتوب لپاره بايد خلک له حکومت سره همکاري وکړي.

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د معلوماتو له مخې، دوه میاشتې وړاندې هم په دغه ولایت کې د امیر عبدالرحمن دورې يوه پوځي کلا کشف شوې ده.

Views: 665

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.